Home » افغانستان (page 44)

افغانستان

کافا لوبې: د هېواد له ۱۷ کلنۍ کم عمره لوبډله نن شپه له تاجکستان سره مخ کېږي

د فوټبال فدراسیون وایي، د هېواد د فوټبال له ۱۷ کلنۍ کم عمره لوبډله نن د کابل پر وخت د شپې ۹:۰۰بجې له تاجیکستانۍ لوبډلې سره مخ کېږي. د دې لوبو په A ډله کې افغانستان، تاجکستان او قرقزستان سره هم ډلې دي. افغانستان او تاجکستان وکولی شو په مخکنیو ...

Read More »

ا.ا: هڅه کوو چې د بیزو تڼاکې ناروغي د هېواد په سرحدي سیمو کې کنټرول کړو

پاکستان کې د بیزو تڼاکو ناروغي د یوې پېښې له ثبت وروسته د روغتیا وزرات ویلي، هڅه کوي چې دا ناروغي د هېواد په سرحدي سیمو کې کنټرول کړي. د روغتیا وزرات ویاند، شرافت زمان امرخیل نن (سه شنبې، د زمري ۳۰مه) خبریالانو ته ویلي چې د بیزو ټناکې یوه ...

Read More »

غور کې ترافیکي پېښې ۱۸ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د غور ولایت په لعل و سرجنگل ولسولۍ کې د مسافر وړونکو موټر د چپه کېدو له امله ۱۸ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. دا پېښه پرون (دوشنبې، د زمري ۲۹مه) د لعل و سرجنگل ولسوالۍ په «سفید چشمه» سیمه کې شوې ده. د غور د امنیه قومندانۍ د معلوماتو ...

Read More »

فیلیپین په لنډمهالې توګه د افغان اتباعو لپاره د SIV ویزې غوښتونکو کوربه‌توب کوي

د امریکا متحده ایالات او فیلیپین پرون (دوشنبې، اسد ۲۹مه) یوه هوکړه کړې چې له مخې یې محدود شمېر افغان اتباعو ته اجازه ورکوي چې په لنډمهالې توګه په فلیپین کې د امریکا د ځانګړي مهاجرت ویزې (SIV) ترلاسه کولو بهیر بشپړ او بالاخره په امریکا کې پاتې شي. د ...

Read More »

ا.ا: افغانستان د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی

ا.ا یو ځل بیا د یو شمېر هېوادونو هغه ادعا رد کړه چې پر دوی بریدونه په افغانستان کې پلان کېږي او ټینګار یې کړی چې افغانستان د نورو هېوادونو لپاره ګواښ نه دی. د ا.ا مرستیال ویاند، حمدالله فطرت نن (دوشنبې، د زمري ۲۹مه) په خپله اېکس پاڼه پرته ...

Read More »

د مخابراتو وزارت د سیمکارټونو د ثبتولو نوی سسیسټم جوړ کړ

د مخابراتو او معلوماتي ټکناوژۍ وزارت د سیمکارټونو د ثبتولو د غوره مدیریت لپاره یو پرمختللی سسیسټم جوړ کړی چې د الکټرونیکي پېژندپاڼو د احصایې ملي او معلوماتو ادارې له سیسټم سره وصل دی. د یاد وزارت ویاند، عنایت‌الله الکوزی په اېکس پاڼه لیکلي چې له دې وروسته به ټول ...

Read More »

د افغاانستان د فوټبال له ۱۷ کلنۍ کم عمره لوبډله نن له قرقزستان سره مخ کېږي

د هېواد د فوټبال له ۱۷ کلنۍ کم عمره لوبډله نن (دوشنبې، د زمري ۲۹مه) د قرقزستان له ۱۷ کلنۍ کم عمره لوبډلې سره مخ کېږي. دا لوبه په تاجکستان کې د کابل پر وخت نن د ماښام ۶:۰۰ بجې د فوټبال د اوولس کلونو د کم عمره لوبډلو د ...

Read More »

د تورخم لاره له څلور ورځني ځنډ وروسته خلاصه شوه

د ننګرهار مسوولان وایي چې د تورخم لاره له څلور ورځني ځنډ وروسته د مسافرانو د تګ راتګ او د باربري موټرو پرمخ خلاصه شوې ده. د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند، عبدالبصیر زابلي ویلي چې دا لاره نن ( پنجشنبې، د زمري ۲۵مه) د سهار ۸:۰۰ بجې د هر ...

Read More »

د اقتصاد وزارت: د ټاپي پروژې کارونه به ډېر ژر پیل شي

د اقتصاد وزارت مسوولین وایي چې په افغانستان کې د دې پروژې لومړني کارونه بشپړ شوي او ډېر ژر به یې عملي کارونه پیل شي. د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب رسنیو ته ویلي چې په افغانستان کې د دې پروژې لومړني کارونه بشپړ شوي او یاده پروژه د اقتصاد ...

Read More »

محمد نبي په «شپږيزه کرکټ لیګ» کې د ګډون لپاره کابل ته راغی

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې ځلانده ستوری محمد نبي په «شپږيزه کرکټ لیګ» کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی دی. د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې محمد نبي نن (سه شنبې، د زمري ۲۳مه) کابل ته راغلی دی. د کرکټ ...

Read More »