Home » افغانستان (page 326)

افغانستان

رحماني: سروردانش نفاق ته لمن وهي

رویداد خبري آژانس

د ولسي جرګې رییس وايی سرور دانش نفاق ته لمن وهي او د قومونو ترمنځ تعصب رامنځ ته کوي. دافغانستان د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني او غړو له دانش وغوښتل چې د افغانستان تاریخ ته دې سپکاوی نه کوي. د جرګې یوشمیر غړو بیا د دانش څرګندونې د ...

Read More »

ملګروملتونه:په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبله اوج ته رسېدلې

رویداد خبري آژانس

ملګرو ملتونو یا یونما په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي او ملکي مرګ ژوبله اندېښنه ښودلې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یونما له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي د سولې نړیواله ورځ په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي خو په افغانستان ...

Read More »

هند کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله لس تنه مړه شوې او ۲۵ نور ټپیان دي

رویداد خبري آژانس

په هند کې چارواکي‌ وايي‌ چې د دوشنبې په ورځ سپتمبر۲۱ (وږي۳۱) د دغه هېواد د مهاراشترا په ایالت کې د یوې ودانۍ د غورځېدو له کبله لږ تر لږه لس تنه مړه شوي. د ژغورنې عمله لګیا ده چې تر خاورو او ډبرو لاندې ایسار نور کسان وژغوري. چارواکي ...

Read More »

نادري: د بین الافغاني خبرې کاري طرزالعمل به ډېر ژر نهايي شي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکی ټېم ویاند او غړی وايي، د سولې مذاکراتو کاري طرزالعمل به ډېر ژر نهايي شي. نادر نادري د یکشنبې ورځ ناوخته سپټمبر ۲۰ (وږې ۳۰) ویلي چې د سول مذاکراتو د کاري طرزالعمل د اختلافي مواردو د حل په برخه کې پرمختګ شوی ...

Read More »

میدان وردګو کې؛د هوایي برید د مرګ ژوبلې په اړه ضد او نقیض راپورونه

رویداد خبري آژانس

میدان وردګو ولایت کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتې او هوایي بریدونو له امله طالبانو او امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. یوې سرچینې ویلي چې د میدان وردګو ولایت په ده افغانان سیمه کې امنیتي ځواکونه له درې ورځو راهیسي د طالبانو ...

Read More »

کرونا ناورین؛ حکومت ملي عوایدو کې ۱۸ میلیارده افغانۍ زیان کړی

رویداد خبري آژانس

افغان حکومت سږ کال د کورونا وېروس کړکېچ له امله تر اوسه ۱۸میلیارده افغانۍ په ملي عوایدو کې زیان کړی دی.د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې د سوداګریزې راکړې ورکړې، مالیې راټولونې او دولتي ادارو له لورې د عامه چوپړونو د درېدو له امله یې دغه زیان کړی دی. ...

Read More »

روغتیا وزارت:په افغانستان کې ۱۲۵نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۱۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوي او څلور تنه مړه شوي دي. د عامې روغتیا وزارت نن یکشنبه سپټمبر ۲۰ (وږې ۳۰) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ...

Read More »

ولسمشرغني نن سهار بامیانو ولایت ته لاړ

رویداد خبري آژانس

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن سهار بامیانو ولایت ته تللی دی د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، نوموړي به په دغه سفر کې ځایي چارواکو، مشرانو او خلکو سره وګوري صدیقي دغه راز وایي چې ولسمشر به د تاریخي سیمو څخه د لیدنې ترڅنګ، ...

Read More »

دپاکستان د اطلاعاتو وزیر:هند د افغان سولې د تخریب په لټه کې دی

رویداد خبري آژانس

پاکستان یو ځل بیا ادعا کړې چې هند د افغان سولې د تخریب په لټه کې دی. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر اکبر حسین دراني وایي پاکستان د افغانستان د سولې لپاره هڅه کړې ده چې ټولې نړۍ ولیده خو اوس هند له ټولو لارو هڅه کوي چې د افغانستان ...

Read More »

خلیلزاد:بین الافغاني مذاکرات باید په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو سبب شي

رویداد خبري آژانس

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي دي بین الافغاني مذاکرات باید په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو سبب شي. د نوموړي په وینا امریکا د افغانانو ترمنځ خبرو ته زمینه برابره کړه ...

Read More »