Home » افغانستان (page 254)

افغانستان

روسیه او پاکستان: افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګیدو لپاره ګډ نظر لرو

رویداد خبري آژانس

روسي او پاکستاني چارواکي وایي په افغانستان کې د سولې او ثبات د تېنګیدو په اړه ګډ نظر لري او د جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅه کوي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون چهارشنبې په ورځ ( د وري ۱۸مه نېټه) په اسلام آباد کې ...

Read More »

اروپایي ټولنه: افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوو

رویداد خبري آژانس

اروپایي ټولنې یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره د خپلو هڅو د دوام ډاډ ورکړی دی. د اروپایي ټولنې استازي ارنولډ پاولز د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره پرون سې شنبې په ورځ (د وري۱۷مه نېټه) په لیدنه کې ویلي چې اروپایي ټولنه به ...

Read More »

ناټو: په افغانستان کې د یوه دایمي ثبات غوښتونکي یو

رویداد خبري آژانس

ناټو یوځل بیا ټینګار کړی چې له افغانستان سره به خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټيفانو پونټيکورو د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ویلي دوی په افغانستان کې د یوه دایمي ثبات غوښتونکي دي او په دې ...

Read More »

د پاکستان د ولسي جرګې رییس را روانه پنجشنبه کابل ته راځي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي چې د دغه هېواد د ولسي جرګې رییس به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په یو درې ورځني سفر کابل ته راشي. صادق ویلي چې کابل ته د اسد قیصر د سفر موخه د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او د ...

Read More »

امریکا: په مې میاشت کې له افغانستانه د ټولو بهرنیو سرتیرو ایستل ګران کار دی

رویداد خبري آژانس

امریکا متحده ایالتونه وايي، په ټاکلې نېټه له افغانستانه د ټولو بهرنیو سرتیرو ایستل ګران کار بولي او په تړاو یې ولسمشر جوبایډن له خپلو سالاکارانو سره مشورې کوي. د سپینې ماڼۍ ویانده جېن ساکي وایي چې ولسمشر جوبایډن یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د راتلونکې مۍ میاشتې تر ...

Read More »

امریکا پر طالبانو او افغان حکومت فشارونه ډېر کړي

رویداد خبري آژانس

امریکا یوه توافق ته د رسېدو لپاره پر طالبانو او افغان حکومت فشارونه ډېر کړي دي. امریکا غږ انګلیسي برخه په یوه راپور کې وايي چې د ترکیې غونډه د بریا لپاره ټولې هڅې روانې دي او امریکا غواړي چې د خپلو ځواکونو ایستلو ته زمینه برابره کړي. راپورکې راغلي ...

Read More »

د کابل پولیسو ۵ زره لیتره شراب نیولي

رویداد خبري آژانس

د کابل پولیس وايي، چې په شپاړسمه حوزه کې یې د عملیاتو پر مهال ۵ زره لیتره شراب او ۸۰۰ کیلو ګرامه نشه‌يي توکي نیولي دي. د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته ویلي، پولیسو د دویم‌ځلي عملیاتو پر مهال بیا تر ۸۰۰ ډېر هیروئین، دوه کیلو ...

Read More »

حمدالله محب:طالبان په هیڅ صورت د زور له لارې واک ته نشي رسېدی

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي، طالبان لا هم د تېر په رقم دي هیڅ ډول تغیر یې نه دی کړی او په سیاست هم نه پوهېږي. حمدالله محب نن شنبه (د وري ۱۴مه نېټه) د لوړپوړو امنیتي چارواکي له ناستې وروسته خبریالانو ته وویل، خلک ...

Read More »

روغتیا وزارت:د کرونا ویروس د درېیمې څپې له ګواښ سره مخ یو

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي هېواد د کرونا ویروس د درېیمې څپې له ګواښ سره مخ دی. د روغتیا وزارت ویاند رسنیو ته ویلي دوی د کرونا ویروس له تېرو څپو مهمې تجربې ترلاسه کړې دي او دا چې په ټوله نړۍ کې د کرونا درېیمه څپه هم ...

Read More »

تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله شپږ کسان مړه شوي

رویداد خبري آژانس

په هېواد کې تېور ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله شپږ کسان مړه شوي دي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دغه مالومات چې نن پنجشنبه (د وري ۱۲مه نېټه) له رسنیو سره شریک کړي، ښیې چې تازه پېښې د ۱ زرو او ۷۱۵ کتل شویو مشکوکو نښو ...

Read More »