Home » افغانستان (page 18)

افغانستان

نیمروز کې د موټر د غلو یوه ډله ونیول شوه

د نیمروز سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی چې په دغه ولایت کې یې د وسله والو غلو یوه پیاوړې ډله نیولې ده. دا ډله په نیمروز او ګاونډیو ولایتونو کې او همدارنګه په لویو لارو کې د خلکو د موټرو په غلا کولو او بیا نورو ولایتونو او ان بهر ...

Read More »

معلولیت محدودیت نه دی

بصیره یوه معلوله او یتیمه نجلۍ ده، خو د دواړو لاسونو په نه‌لرلو سره هڅه کوي چې د خیاطۍ په برخه کې له خپلو پښو څخه کار واخلي او د کورنۍ اقتصاد پیاوړی کړي. بصیره د ننګرهار اوسېدونکې ده، هغه وایي: “زه معلوله او یتیمه یم. مور مې ناروغه ده، ...

Read More »

ډنمارک د افغانستان له بشري صندوق سره ۶.۹ میلیون ډالر مرسته وکړه

د افغانستان ځانګړي بشري صندوق اعلان کړی چې ډنمارک هېواد ورسره ۵۰ میلیون ډنمارکي کرون، چې ۶.۹ میلیون امریکايي ډالر کېږي، مرسته کړې ده. یاد صندوق د دې مرستې د هرکلي ترڅنګ پر خپله اېکس پاڼه له ډنمارک څخه مننه کړې او زیاته کړې یې ده چې دا مرستې د ...

Read More »

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ( اوچا ) وايي چې روژه داسې وخت راغله چې په افغانستان کې ډېرې کورنۍ د خوراک لپاره څه نه لري. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (یکشنبې، د کب ۱۲مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په ...

Read More »

کندهار کې سېلابونو د یوشمېر کسانو ژوند اخیستی

په کندهار کې د پېښو په وړاندې د مبارزې او چمتوالي ادارې مسوولینو ویلي چې د کندهار ښار په پنځمه ناحیه کې پرون (سه‌شنبې، د کب ۶مه) د ناڅاپي سېلاب راوتلو له امله دریو نجونو ژوند له لاسه ورکړی دی. دې ادارې په یوه بله اعلامیه کې زیاته کړې، چې ...

Read More »

یونیسف وایي، په ۲۰۲۴ کال یې له څه باندې ۱۹ میلیونه افغانانو سره مرسته کړې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې (یونیسف) ویلي چې په افغانستان کې یې د تېر ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې له ۱۹ میلیونو څخه زیاتو کسانو ته د روغتیا، پوهنې، ماشومانو ساتنې، ټولنیزو اسانتیاوو د پروګرامونو له لارې د ژوند ژغورنې په برخو کې مرستې برابرې کړي دي. د ...

Read More »

غزني کې د ترافیکي پېښو له امله مرګژوبله رامنځته شوې

د غزني چارواکي په دغه ولایت کې د څلورو ټرافیکي پېښو د رامنځته کېدو خبر ورکړی دی. د امنیه قومندانۍ مسوولینو رسنیو ته ویلي چې نن سهار د غزني ښار اړوند ناني بازار ته څېرمه په یو وخت د څلورو ټرافیکي پېښو له امله یو کس مړ او یوولس نور ...

Read More »

سره میاشت: هره میاشت پر سوري زړه د اخته شاوخوا ۳۰۰ ماشومانو درملنه کوو

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، هره میاشت د هېواد په روغتونونو کې پر سوري زړه د اخته شاوخوا ۳۰۰ ماشومانو درملنه کوي. د دې ټولنې مرستیال، عزیز الرحمن د یادې ټولنې د شپږ میاشتني راپور د وړاندې کولو په پروګرام کې ویلي: “زموږ تر ټولو زیاته بودیجه د زړه ...

Read More »

د افغانستان د اقتصادي بې ثباتۍ په تړاو د نړیوال بانک اندېښنه

نړیوال بانک په یو راپور کې ویلي چې د دوامدارو ستونزو، ناڅرګندې پالیسۍ، مالي انزوا، د بهرنیو مرستو کمښت او له پاکستان سره نازکو سوداګریزو اړیکو له امله د افغانستان اقتصادي وضعیت په بې ثباته حالت کې دی. د نړیوال بانک د وروستي راپور له مخې، په افغانستان کې د ...

Read More »

ا.ا: سور صلیب باید د افغان بندیانو د برخلیک په معلومولو کې مرسته وکړي

د ا.ا د بهرنیو چارو وزیر د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مشر سره په یوه کتنه کې له افغانستان څخه بهر د افغان بندیانو د برخلیک په معلومولو کې د مرستې غوښتنه کړې ده. د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر «پیر کراهنبو» په کابل کې د بهرنیو چارو له ...

Read More »