د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نيکلاسون نن چهارشنبه د (غويي په ۲۱مه) د امربالمعروف او نهي عنالمنکر له سرپرست وزير خالد حنفي سره لېدلي او د حجاب جبري کولو په اړه يې د اسلامي امارت وروستۍ پرېکړې په اړه بحث کړی دی. د دې لېدنې پرمهال ...
Read More »د سند محکمې په يوه قيضه کې د علي وزير ضمانت قبول کړ
د سند محکمې نن چهارشنبه د (غويي په ۲۱مه) په يوه قيضه کې چې له مخې يې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير زنداني دی، ضمانت منظور کړ. د علي وزیر مدافع وکيل قادرخان اېډوکېټ رسنيو ته ويلي، چې دا قضيه په ۲۰۱۸ کال کې د علي وزير په ...
Read More »د ملګرو ملتونو امنيت شورا سبا د افغانستان په اړه ناسته کوي
ټاکل شوې چې سبا پنجشنبه د (غويي په ۲۲مه) د ملګرو ملتونو امنيت شورا غړي هېوادونه د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته وکړي. دغه خبر په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق هم تائيد کړی او ويلي يې دي، چې دا غونډه د طالبانو له ...
Read More »خالد حنفي: نړيوال په افغانستان کې د حجاب په اړه د پرېکړې کولو حق نه لري
د امربالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت سرپرست خالد حنفي د حجاب په تړاو د وروستيو نړيوالو غبرګونونو په اړه وايي، اسلامي امارت د شرعي قانون د پلي کولو په موخه کلونو مبارزه کړې او په خبره يې اوس د دې وخت را رسېدلی چې شرعي قانون په بشپړه توګه عملي ...
Read More »منظور پښتين: د جګړې نوې څپې خلاف ولس ته د پوهاوي ورکولو لويه غونډه کوو
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين اعلان کړی چې د راتلونکې جون مياشتې په ۵مه د سوېلي وزيرستان په مرکز واڼه کې د پښتون تر عنوان لاندې لويه ولسي غونډه دايېروي. نوموړي پرون سېشنبه ناوخته د (غويي په ۲۰مه) يوه وېډيويي پيغام کې ويلي، دغه غونډه کې به ...
Read More »امريکا: که طالبان له وروستيو پرېکړو په شا نه شي، فشار به پرې زيات شي
په داسې حال کې چې پر افغان نجونو او ميرمنو د حجاب جبري کېدو پرېکړې په اړه نړيوال غبرګونونه دوام لري، ورسره د امريکا بهرنيو چارو وزارت هم خبر ورکړی چې طالبان بايد د بشري حقونو ضد له ورته پرېکړو په شا شي. د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ ...
Read More »عبداللهيان : د هلمند سيند حقابې په برخه کې د افغانستان له عمل راضي نه يوو
د ايران بهرنيو چارو وزير حسېن امير عبداللهيان د هلمند سيند په اوبو کې د ايران د حق په اړه د افغانستان له چلند شکايت کړی او ويلي يې دي، چې په دې برخه کې ايران له افغانستان څخه راضي نه دی. نوموړي دا څرګندونې نن سېشنبه د (غويي په ...
Read More »څېړنه: لږ تر لږه ۶ ميليونه افغانان د سختې لوږې له امله په بېړني حالت کې دي
د يوې نوې ترسره شوې څېړنې موندنې ښيي، چې د افغانستان د نفوس نيمايي برخه د لوږې له کرښې لاندې ژوند کوي او د خوړو له خونديتوب بې برخې دي. دغه څېړنه چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې، د خوړو نړيوال پروګرام او د ملګرو ملتونو له ...
Read More »ملاله يوسفزۍ: نړيوال دې له طالبانو سره د بشري حقونو د نقض له امله حساب وکړي
په افغانستان کې د سرپرست حکومت له لوري پر ښځو او نجونو د حجاب جبري کېدو په اړه د غبرګونونو په ترڅ کې، د نجونو د زدهکړو فعالې او د نوبل نړيوالې جايزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ هم دا پرېکړه د بشري حقونو ښکاره نقض بللی دی. نوموړې پرون دوشنبه د ...
Read More »سېګار: روان کال افغانستان له بېسارې وچکالۍ سره مخ کېدونکی دی
د افغانستان بيارغونې لپاره د امريکا ځانګړي مفتش يا سېګار په خپل وروستي راپور کې، په افغانستان کې د بېسارې وچکالۍ خبرداری ورکړی دی. سېګار پرون دوشنبه د (غويي په ۱۹مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، دغه وچکالي ښايي تر دې حده زياته وي چې ښايي په تېرو درېيو لسيزو کې ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس