Home » افغانستان (page 136)

افغانستان

ملګري ملتونه: افغانان په اوسني عصر کې خورا بد بشري وضعيت تجربه کوي

ملګرو ملتونو په متواتره توګه په افغانستان کې پر بشري وضعيت اندېښنه ښودلې او په دې اړه په تازه اقدام کې، د دې سازمان د بشري حقونو شورا کمېشنرې ميشل باشلې ويلي، چې دامهال افغانستان په خورا بدترين بشري وضعيت کې قرار لري. نوموړې پرون چهارشنبه ناوخته د (غبرګولي په ...

Read More »

خوړو نړيوال پروګرام: هر لسو افغانانو کې نهه تنه يې کافي خواړه نه لري

د خوړو نړيوال پروګرام په يوه تازه بيان کې ويلي، چې په افغانستان کې د خوراکي توکو او تېلو بيو په لوړېدو سره ډېری افغانان له سختې لوږې سره مخ شوي دي. د دې پروګرام د افغانستان برخې مسوولې مري الين مکګرو ارټي د RTA په نوم له يوه ټلوېزيون ...

Read More »

د ايران او ترکمنستان ولسمشرانو په افغانستان کې د ټول‌ګډونه دولت غوښتنه کړې

د ايران او ترکمنستان ولسمشرانو نن په تهران کې د ليدنې پرمهال د دوه اړخيزه مسايلو ترڅنګ، د سيمې او په ځانکړې توګه د افغانستان پر وضعيت هم خبرې کړي دي. د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي نن چهارشنبه د (غبرګولي په ۲۵مه) له غرمې وړاندې د ترکمنستان له ولسمشر سردار ...

Read More »

حکومت د داخلي توليداتو پياوړتيا په موخه د مشابح توکو واردول منعه کړل

د صنعت او سوداګرۍ وزير نورالدين عزيزي په يوه تازه اقدام کې له بهر څخه د هغو مشابح توکو پر واردولو بنديز لګولی، چې په کور دننه عملا د صنعتکارانو له لوري توليدېږي. عزيزي پرون سې‌شنبه د (غبرګولي په ۲۴مه) د هرات له صنعتي ښارګوټي د ليدنې پرمهال خبريالانو ته ...

Read More »

کابلوف: روسيه د خپلو شرطونو پر بنسټ د ط.البانو حکومت په رسميت پېژني

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازی ضمير کابلوف وايي، چې روسيې د ط.البانو په مشرۍ د افغانستان اوسني حکومت د رسميت پېژندنې په موخه خپل شرايط وار دمخه روښانه کړي او په دې برخه کې د امريکا او نورو هېوادونو پر پل نه روانېږي. نوموړي د روسيې له (لومړي ...

Read More »

شنونکي: د نجونو ښوونځيو د تړل کېدو دوام پر ښوونيز نظام ماهرانه ګزار دی

نن چهارشنبه د (غبرګولي ۲۵مه) له شپږم ټولګي څخه د نجونو پورته ښوونځيو بندېدو ټيک لس مياشتې پوره شوې؛ خو تر اوسه سرپرست حکومت د يادو ښوونځيو د بندولو او يا يې هم د بېرته پرانيستو په اړه ولس ته معقول دليل نه دی وړاندې کړی او يوازې پر دې ...

Read More »

افغانستان له زيمبابوې د کرکټ دوه سريزونه وګټل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پرون سې‌شنبه د (غبرګولي په ۲۴مه) د زيمبابوې لوبډلې ته د شل اووريزو سياليو د لوب‌لړۍ په وروستۍ لوبه کې هم د ۳۵ منډو په توپير ماتې ورکړه. له دې سره افغان لوبډلې د زيمبابوې له لوبډلې څخه د يو ورځنيو لوب‌لړۍ ترڅنګ د شل ...

Read More »

امريکا: د الوتکې پرواز چې د تخليې پرمهال ۲ افغانان ترې ولوېدل، مناست عمل کړی

امريکايي چارواکو د هغې پېښې مسووليت رد کړی، چې د افغانستان جمهوري نظام له سقوط وروسته د کابل له هوايي ډګر والوته او دوه تنه ترې را پرېوتل. اسوشيېټيډ پرېس اژانس د امريکا هوايي ځواک د وياند ان سټيفانو له قوله ويلي، چې هغه مهال د امريکا يوې C17 ډوله ...

Read More »

نن د افغانستان وتلي سندرغاړي احمد ظاهر ۴۳ تلين دی

نن سې‌شنبه د غبرګولي ۲۳مه د افغانستان د موسيقۍ وتلي ستوري احمد ظاهر د مړينې له۴۳ تلين سره برابره ده. که څه هم د احمد ظاهر د مړينې ۴۳ کاله پوره کېږي؛ خو د نوموړي بې‌سارې سندرو د افغانستان په موسيقۍ کې د احمد ظاهر ځای او نوم ثابت ساتلی ...

Read More »

ترکمنستان له لوري د اقينې او اندخوی د اوسپنې پټلۍ بشپړولو کارونه پيلېږي

د ترکمنستان د اوسپنۍ پټلۍ ادارې خبر ورکړی چې په نږدې راتلونکي به په افغانستان کې د اقينې او اندخوی ترمنځ د اوسپنې پټلۍ نيمګړي پاتې کارونو د بشپړولو چارې پيل کړي. د ترکمنستان دې ادارې پرون دوشنبه د (غبرګولي په ۲۳مه) اعلان کړی چې د نوموړي هېواد انجنيران په ...

Read More »