Home » افغانستان (page 120)

افغانستان

نن د افغانستان په شمول په ټوله نړۍ کې د عاشورا ورځ لمانځل کېږي

نن دوشنبه د محرم له لسمې نيټې سره چې د عاشورا ورځ ده، برابره ده. دغه ورځ په ټوله اسلامي نړۍ کې د قرانکريم د ختمونو،خيراتونو په کولو او د امام حسېن رض روح ته په دوعاوو کولو سره لمانځل کېږي. په افغانستان کې دغه ورځ داسې مهال لمانځل کېږي، ...

Read More »

د بحرېن شاهي بشري بنسټ له افغان زلزله ځپلو سره يو ميليون ډالر مرسته اعلان کړې

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ يا UNHCR خبر ورکړی، چې په کابل کې د بحرېن له سلطانتي بشري خېريه بنسټ سره يې د پکتيکا او خوست زلزله ځپلو کورنيو ته د مرستې رسولو په موخه يوه هوکړه لاسليک کړې ده. دې کميشنرۍ په خپله اعلاميه ...

Read More »

ملي دفاع وزارت په غزني د بې‌پيلوټه الوتکې د بريد راپورونه رد کړل

د ملي دفاع وزارت وياند عنايت‌الله خوارزمي هغه راپورونه او اوازې رد کړې، چې په غزني کې د يوې بې‌پيلوټه الوتکې له لوري د تازه بريد په اړه خپاره شوي وو. نوموړي نن يک‌شنبه د (زمري په ۱۶مه) په خپله ټوېټر کې ليکلي، هغه راپورونه چې د غزني اندړو ولسوالۍ ...

Read More »

کابل کې د پرونۍ چاودنې له امله ټول‌ټال ۳۰تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کابل سوېل پرون شنبه د (زمري په ۱۵مه) يو بيا د چاودنې شاهده و، چې په ترڅ کې يې شاوخوا ۳۰ تنو مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه چاودنه پرون ماسپښين مهال د کابل ښار اړوند په پل سوخته سيمه کې وشوه او د روغتيايي چارواکو په خبره، په ترڅ ...

Read More »

قمي: افغانستان د کمال خان بند اوبه را پرېښي او سيستان ته را رسېدلي

د افغانستان لپاره د ايران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي خبر ورکړی، چې د افغانستان له لوري د کمال خان بند اوبه ور پرېښوول شوي او د ايران سيستان ولايت ته رسېدلي دي. نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې پرون شنبه د (زمري په ۱۵مه) د کمال خان بند ...

Read More »

امريکا: په افغانستان کې به مو د ترهګرۍ پر وړاندې دريځ واضيح او روښان وي

په داسې حال کې چې د امريکا ولسمشر جوبايډن تېره اونۍ په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ايمن الظواهري د وژلو اعلان وکړ، تازه سپينې ماڼۍ يو وار بيا ويلي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې به يې دريځ روښانه وي. د سپينې ماڼۍ وياندې کرين ...

Read More »

کرزی: طالبانو د پاکستان په خوله د نجونو ښوونځي تړلي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ادعا کړې، چې پاکستان له زده‌کړو او تحصيل څخه د افغان نجونو په محرومولو کې لاس لري او زياتوي چې طالبانو د نجونو ښوونځي د پاکستان په امر تړلي دي. نوموړي له شپېګل جرمنۍ مجلې سره په مرکه کې، چې پرون جمعه د (زمري ...

Read More »

حکومت په غزې کې د اسرائيلو هوايي بريدونه وغندل

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره د فلسطين په غزې کې د اسرائيلو هغه هوايي بريدونه وغندل، چې په کې ۱۰تنه وژل شوي دي. د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې چې د دې وزارت وياند عبدالقهار بلخي په خپل ټوېټر کې خپره کړې، د ...

Read More »

ريچارډ بنت: طالب چارواکي د افغانانو د امنيت خونديتوب مسوولان دي

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بنت د کابل په سوېل کې پرونۍ چاودنه غندلې او ويلي يې دي، چې طالب چارواکي د خلکو د امنيت خونديتوب مسووليت لري. نوموړي پرون جمعه ناوخته د (زمري په ۱۴مه) په خپل توېټر ...

Read More »

ملا يعقوب: د افغانستان حکومت په رسميت پېژندل د امريکا په ګټه دي

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست ملا يعقوب مجاهد وايي، چې د امريکا له لوري په افغانستان کې د اوسني سرپرست حکومت په رسميت پېژندل، په خپله د امريکا لپاره په ګټه دي. نوموړي د امريکا له NPR راډيو سره په مرکه کې چې پرون جمعه د (زمري په ۱۴مه) ...

Read More »