Home » افغانستان (page 104)

افغانستان

منظور پښتين: ملګري ملتونه دې پښتونخوا او قبايلو لپاره د حقيقت موندنې کمېسيون جوړ کړي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظر احمد پښتين وايي، ملګري ملتونه دې په قبايلي سيمو، پښتونخوا او سويلي پښتونخوا کې د خلکو بشري وضعيت مالومولو په موخه يو داسې کمېسيون جوړ کړي، چې په يادو سيمو کې د خلکو له لوري د شوو ادعاوو په اړه رښتيا مالوم کړي. نوموړي ...

Read More »

ملګري ملتونه: طالبان دې د ښځو او نجونو په شمول د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي

د ملګرو ملتونو امنيت شورا بېګاه شپه د (تلې په ۵مه) د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه وکړه او په کې د يادې شورا غړيو هېوادونو استازو د افغانستان اوسني وضعيت په اړه نظرونه وړاندې کړل. دې غونډې ته په کابل کې د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ يا يوناما ...

Read More »

ګوټريش: طالبان دې د نجونو او ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټريش د دې سازمان امنيت شورا ته د خپل درې مياشتني راپور وړاندې کولو پرمهال په افغانستان کې د نجونو او ښځو په شمول د افغانانو اساسي حقونو په اړه اندېښنه ښودلې ده. د نوموړي په راپور کې ويل شوي، که څه هم طالبان د ...

Read More »

عباس ستانکزی: د ښوونځي دروازې بايد خلاصې شي؛ ګني مخالفان دې يې دلايل ووايي

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين شېر محمد عباس ستانکزي په کابل کې يوار بيا د حکومت لاسته راوړنو ترڅنګ پر يو شمېر برخو نيوکې وکړې او له مسوولانو يې وغوښتل چې په يادو برخو کې نيمګړتياوو ته متوجې شي. نوموړي چې نن سې‌شنبه د (تلې په ۵مه) يې د ...

Read More »

اوچا: افغانانو لپاره د وړانديز شوې بوديجې يوازې ۴۳ سنله برخه تامين شوې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې يا اوچا په خپل تازه بيان کې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان له نيمايي ډېر وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته جدي اړتيا لري. اوچا پرون دوشنبه د (تلې په ۴مه) خپل ټوېټر کې په دې اړه ليکلي، ...

Read More »

فتانه نجيب: ډاکټر نجيب‌الله د نجونو او هلکانو زده‌کړو لپاره ډېرې هڅې وکړي

نن سې‌شنبه د تلې ۵مه د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب‌الله د وژل کېدو له ۲۶م تلين سره برابره ده. ډاکټر نجيب‌الله ټيک ۲۶ کاله وړاندې په همدې نېټه کابل ته په لومړي ځل د طالبانو اسلامي تحريک د ځواکونو له دننه کېدو سره ووژل شو. د ډاکټر نجيب‌الله د ...

Read More »

امريکا: له افغانانو سره د امريکا مرستې به يوازې پر بېړنيو اړتياوو لګېږي

امريکايي چارواکو له افغانستان سره د امريکا بشري مرستو دوام ته په اشارې سره ويلي، چې يادې مرستې به يوازې او يوازې د افغانانو پر بېړنيو اړتياوو ولګول شي. د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ويسټ نن سې‌شنبه د (تلې په ۵مه) خپل ټوېټر کې په دې اړه ...

Read More »

بلېنکن: په افغانستان کې امن د امريکا او پاکستان ګډه موخه ده

د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن د پاکستان له بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو سره له ليدنې وروسته ګډ خبري کنفرانس ته ويلي، چې امريکا او پاکستان په افغانستان کې د سولې او امنيت د ټينګښت غوښتونکي دي. بلېنکن له بلاول سره ليدنه کې د دوه اړخيزه مسايلو ترڅنګ ...

Read More »

د کراچۍ له زندان څخه د علي وزير د خوشې کېدو حکم ورکړل شوی

په داسې حال کې، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزير د ناروغۍ له امله په روغتون کې بستر دی؛ خو د سند محکمې د کراچۍ له زندان څخه د نوموړري د خوشي کېدو حکم ورکړی دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ د سند ايالتي مشر نورالله ترين په ...

Read More »

د ملګرو ملتونو امنيت شورا نن د افغانستان وضعيت په اړه ناسته کوي

ټاکل شوې چې نن دوشنبه د (تلې په ۴مه) د ملګرو ملتونو امنيت شورا غړو هېوادونو استازي په افغانستان کې د روان سياسي، اقتصادي او بشري وضعيت په اړه بحث وکړي. په کابل کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا يوناما په دې اړه ويلي، چې د يادې ناستې په ...

Read More »