Home » فرهنګی او ټولنیز (page 3)

فرهنګی او ټولنیز

ځايي حکومت په هرات کې انټرنېټ کېفې تړلې دي

د هېواد په لوېدیځ هرات کې د امر بالمعروف او نهی عن ‌المنکر ریاست لخوا د انټرنېټ کېفې د هغوی په وینا،د ځینو کاروونکو لخوا د غیر اخلاقي ویبپاڼو د کتلو له امله تړل شوې دي. د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ددې خبر پخلی کړی. ...

Read More »

نایجریا کې یوې محکمې د یوه کس د چرګ د حلال کولو امر کړي 

د نایجریا د کانوی په ښار کې یوې محکمې یو سړي ته د جمعې تر ورځې وخت ورکړی چې خپل چرک ووژني. د دغه سړي ګاونډي شکایت کړی دی چې دغه چرګ یې خوبونه تښتولي دي. د محکمې قاضۍ حکیمه والي د چرګ خاوند مالام یوسف ته وویل چې چرګ ...

Read More »

د لسو کورنیو رسنیو جوازونو په تړاو د محکمې پریکړه وځنډیده

لس کورنۍ رسنۍ په هغو ورځپاڼو، خبري بنسټونو او وېبپاڼو کې شاملې دي چې طالبان غواړي د فعالیت جوازونه یې بند کړي. د افغانستان د رسنیو د ملاتړ د ادارې یا نی مسوول ظریف کریمي وايي، چې د هشت صبح، صبح کابل، اطلاعات روز، راه مدنیت او آماج نیوز ورځپاڼې، ...

Read More »

پاکستان د ناراجسټر شويو افغان کډوالو د نوم‌ليکنې بهير پيلوي

د پاکستان دولتي راډيو د دې هېواد د چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې په پام کې ده په نږدې راتلونکې کې د پاکستان حکومت دغلته د مېشتو ناراجسټر شوو افغان کډوالو نوم‌ليکنه پيل کړي. په راپور کې ويل شوي، چې د پاکستان د رياستونو او سرحدي سيمو وزير طلحه ...

Read More »

اروپا: په افغانستان کې د ښځو حقونو تر تهديد لاندې دي او راتلونکی يې نامالوم دی

د اروپايي ټولنې د پارلمان مشرې روبرتا متسولا په افغانستان کې د ښځو پر وضعيت اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې ياد وضعيت د ښځو راتلونکی له نامالوم برخليک سره مخ کوي. نوموړې پرون دوشنبه د (لړم په ۳۰مه) خپل ټوېټر کې په دې اړه ويلي، چې په افغانستان ...

Read More »

نی: تېر يوه کال کې ۵۰ سلنه ټلوېزيونونه د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي

نن نومبر ۲۱مه د ټلویزیون له نړیوالې ورځې سره برابره ده. دا ورځ په هېوادونو کې له رسنيو د ملاتړ او خلکو ته د مالوماتو په رسولو کې د ټلوېزيون د ارزښت تر عنوان لاندې نمانځل کېږي. د افغانستان د ازادو رسنيو ملاتړ اداره يا نی وايي، دا چې ټلوېزیون ...

Read More »

ملګرو ملتونو د ماشومانو نړيوالې ورځې په مناسبت د نجونو ښوونځيو د پرانيستو غوښتنه کړې

نن د نومبر ۲۰مه نېټه ده او د ماشومانو له نړيوالې ورځې سره برابره ده. دا ورځ په نړۍ کې ماشومانو ته د زده‌کړو، روغتيا او د دوی د سمې روزنې په برخو کې د دولتونو له لوري د ژمنو په کولو سره نمانځل کېږي. د همدې ورځې په مناسبت ...

Read More »

د افغانستان ځينو ښځينه فعالانو د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته ليکونه لېږلي دي

په افغانستان کې د ښځينه فعالانو د ښځو حقونو د اعادې په موخه په يوه تازه ګام کې، د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته ليکونه لېږلي دي. د دې ښځينه فعالانو شمېر ۱۰۰ تنو ته رسېږي او په جلا توګه يې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته ليکونه لېږلي او ...

Read More »

امريکا پر افغان ښځو له تازه لګېدلو بنديزونو سره مخالفت وکړ

په افغانستان کې پر ښځو د لګول شوو بنديزونو په غبرګونو کې دا ځل امريکا هم د يادو تازه بنديزونو پر وړاندې غبرګون ښودلی او دا يې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې ناسمه پرېکړه بللې ده. د افغانستان لپاره د امريکا سفارت شارژدافيري کرين ډيکر پرون مازدېګر د (لړم ...

Read More »

کرن ډيکر: بهر ته تللې افغان ښځې خپل هېواد ته له ستنېدو ويرېږي

د افغانستان لپاره د امريکا سفارت شاردافيرې کرن ډيکر پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې، دغلته له مېشو افغان ميرمنو سره ليدلي او په افغانستان کې يې د روان وضعيت په اړه ورسره خبرې کړي دي. نوموړې پرون جمعه ناوخته د (لړم په ۲۰مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، ...

Read More »