Home » سیمه او نړی (page 68)

سیمه او نړی

عمران خان: په خيبر پښتونخوا کې يې نفوذي پلوياند د ټي‌ټي‌پي له لوري ګواښل کېږي

د پاکستان مخکينی لومړی وزیر عمران خان وايي، چې په خيبر پښتونخوا کې يې د ګوند اړوند ايالتي وزيران او د ايالتي اسمبلۍ غړي د تحريک طالبان پاکستان يا TTP له لوري ګواښل کېږي او له سخت امنيتي وضعيت سره مخ دي. نوموړي پرون چهارشنبه ناوخته د (زمري په ۱۹مه) ...

Read More »

کريميا کې د روسيې هوايي اډه زورورې چاودنې لړوزلې

اوکرايني چارواکو ادعا کړې چې د روسيې له لوري په نيول شوې کريميا سيمه کې د روسيې په هوايي اډې کې دننه درنه چاودنه شوې او په ترڅ کې يې د دې هېواد هوايي اډې زياته پيمانه مهمات له منځه تللي. د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي يوه نږدې سلاکار ميخايل ...

Read More »

امريکا کې يو افغان وګړی د دوو کسانو د وژلو په تور نيول شوی

د امريکا په نيو مکسيکو ايالت کې پوليسو ويلي، چې يو افغان وګړی يې په دې ايالت کې د دوو کسانو د وژلو په تور نيولی او څېړنې يې ترې پيل کړي دي. اسوشيېټيډ پرېس په دې اړه خپل راپور کې ويلي، چې پوليسو د نيول شوي کس نوم محمد ...

Read More »

شمالي وزيرستان کې چاودنې پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

په شمالي وزيرستان کې پر پاکستاني پوځيانو د بمي چاودنې له امله، يو شمېر پوځيان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي. د پاکستان پوځي چارواکو له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې په پرونۍ پېښه کې ټول‌ټال ۳ پوځيان وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي ...

Read More »

ګوټريش: د اروپا پر لويې اټومي بټۍ د روسيې بريد اټومي خطر پېښوي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټريش د اوکرايني چارواکو هغه ادعا چې پر زاپوريژيا اټومي بټۍ يې د روسيې ځواکونو د بريد په اړه کړې، اندېښنموونکې وبلله او زياته يې کړه، چې دا کار د ځان وژنې د عمل په مانا دی. نوموړي نن دوشنبه د (زمري په ۱۷مه) د ...

Read More »

اسرائيلو او فلسطين جهادي ډلې له درې ورځنۍ جګړې وروسته اوربند اعلان کړ

اسرائيلو او د فلسطين په غزې کې د فلسطين اسلامي جهاد يا PIJ په نوم فعالې ډلې په خپلو کې له درې ورځنۍ جګړې وروسته د اوربند اعلان کړی. د فلسطين په غزې تړانګه کې د اسرائيلي ځواکونو له لوري د تېرې جمعې په ورځ له هوايي بريد سر، د ...

Read More »

سرچينه: پکتيکا کې ښايي د ټي‌ټي‌پي مهم قومندان خالد خراساني وژل شوی وي

د پاکستان ايکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې په افغانستان کې د يوې سرچينې له قوله راپور کړی، چې ښايي په پکتيکا کې د شوې چاودنې په ترڅ کې د تجريک طالبان پاکستان يا TTP ډلې يو مهم قومندان عمر خالد خراساني وژل شوی وي. د ورځپاڼې د راپور له مخې، د ټي‌ټي‌پي ...

Read More »

ټرمپ: که د پلوسې مخنيوی ونه شي، دا ښځه به امريکا ګډه وډه کړي

د امريکا مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې تايوان ته د امريکا د استازو جرګې د مشرې نانسې پلوسې سفر غندلی دی. نوموړي پرون په ټکزاس ايالت کې خپلو پلويانو ته د وينا پرمهال نيوکه کړې، چې نانسې پلوسې تايوان ته په سفر کولو سره لوبه د ...

Read More »

په غزې کې د اسرائيلو د بريد له امله د مړو شمېر ۲۴ تنو ته پورته شوی

فلسطيني چارواکو خبر ورکړی، چې په غزې کې د اسرائيلي ځواکونو له لوري د فلسطين د اسلامي جهاد نومې ډلې پر وړاندې له  هوايي بريدونو وروسته راکيټي بريدونه پيل شوي دي. د چارواکو په خبره، نن يک‌شنبه د (زمري په ۱۶مه) هم په غزې کې څو راکېټونه چې د اسرائيلي ...

Read More »

په غزې کې له بريد وروسته پر اسرائيلو سلګونه توغندي ويشتل شوي

د فلسطين په غزې تړانګه کې د اسرائيلي ځواکونو له هوايي بريد وروسته، دغلته د فعالې د فلسطين اسلامي جهاد يا PIJ ډلې له لوري پر اسرائيلو سلګونه توغندي توغول شوي دي. اسرائيلو د غزې په بريد کې ادعا کړې چې د يادې جهادي ډلې يو مهم قومندان يې وژلی ...

Read More »