Home » سیمه او نړی (page 3)

سیمه او نړی

پاکستان کې د پولیو واکسین پر ټيمونو وسله وال برید

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هیواد په شمال لویدیځ کې د پولیو د واکسین پرټیمونو وسله وال برید کې د روغتیا پالانو یو پولیس ساتونکی وژل شوی او دوه نور کارکوونکي ټپیان شوي دي. د رسینو د مالوماتو له مخې یاد بریدونه د خیبرپښتونخوا ایالت د کرک په ...

Read More »

د غزې جګړه کې ۱۳۵۰۰ اسراییلي سرتېري ټپیان شوي

د اسراییلو دفاع وزارت خبر ورکړی چې، په غزه کې د روانې جګړې له پیل تر دې مهاله نېږدې ۱۳۵۰۰ اسراییلي سرتیري ټپیان شوي دي. د یاد وزارت څخه په خپور شوي راپور کې راغلي چې، د یاد شمېر سرتېرو او افسرانو له ډلې، ۱۵۰۰ یې دوه ځلې په جګړه ...

Read More »

ترکیه وایې د سوریې ځواکونو روزنې ته چمتو ده

ترکیي چارواکو ویلي که د سوریې نوی حکومت ورڅخه وغواړي ترکیه چمتو ده چې، د دغه هیواد ځواکونو ته پوځي روزنه ورکړي. دغه څرګندونې(یک شنبه،۲۵د لېندۍ) د ترکیې د دفاع وزیر، یاشار ګولر د یو خبري کنفرانس پرمهال کړي دي. نوموړي له سوریې سره د هر ډول همکارۍ ډاډ څرګند ...

Read More »

د برازیل پخوانی دفاع وزیر د پوځي کودتا په تور نیول شوی

بهرنیو رسینو خبر ورکړی چې د برازیل پخوانی دفاع وزیر والټر براګانېټو یاد هېواد کې د پوځي کودتا هڅو په تور نیول شوی دی. د راپورونو له مخې، نوموړي برازیلي پولیس په دغه هېواد کې د کودتا په موخه په یوې څېړنه کې د لاسوهنې په تور نیولی دی. راپورونه ...

Read More »

پاکستان کې د لسو میاشتو په موده کې ۵۷۳ پوځیان وژل شوي

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وایې، چې د روان ۲۰۲۴زېږدیږ کال په تېرو لسو میاشتو کې د دغه هیواد په مختلفو سیمو کې د بریدونو پرمهال ۵۷۳ پوځیان وژل شوي دي.د یاد وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې، په همدې موده کې ۱۵۶۶ بریدونه شوي چې ...

Read More »

د اسراییلو لومړی وزیر نتنیاهو په لومړي ځل محکمې ته حاضر شو

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتن‌یاهو په لومړي ځل د فساد اړوند محکمې ته حاضر شو او ویلی یې دي چې، د خپلو سختو امنیتي تګ‌لارو له امله تر څار لاندې دی. نوموړي محکمې ته پر ده د فساد د لګول شویو تورونو په اړه سپیناوی ورکړ چې، اسراییل په ...

Read More »

اسراییلي ټانکونه له ۵۰ کلونو وروسته سوریې ته داخل شوي

په سوریه کې د بشارالاسد په مشرۍ د حکومت له سقوط کېدو وروسته د اسراییلي ځواکونو ټانکونه له پنځو لسیزو وروسته د لومړي ځل لپاره دغه هېواد ته داخل شوي دي. د سراییلو حکومت اعلان کړی چې د دوی د ټانکونو ننوتلو موخه د سوریايي ځواکونو او ملکیانو څخه ساتنه ...

Read More »

د سوریې پر وضعیت د ملګرو ملتونو بیړنۍ غونډه

بهرنیو رسنیو خبر ورکړی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د سوریې پر وضعیت د تړلو دروازه تر شا بېړنۍ غونډه جوړوي. دغه غونډه وروسته له هغې جوړېږي چې په سوریه کې د اسد د کورنۍ د نژدې نیمې پېړۍ واکمنۍ ړنګه شوه او دغلته واک د حکومت مخالفو ...

Read More »

بنګله دېش کرکټ لوبډله د اسیا ۱۹ کلنو جام اتله شوه

د نولس کلنو ځوانانو اسیا جام سیالیو پایلوبه کې بنګله دېش لوبډلې هند ته په ماتې ورکولو سره د یاد جام اتلولي په خپل نوم کړه.دغه لوبه(یک شنبه،۱۸د لېندۍ)د عربي متحده اماراتو د دوبۍ په لوبغالي کې ترسره شوه.د بنګله دېش لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې توپوهنه پیل کړه چې ...

Read More »

جنوبي کوریا د دغه هیواد پخوانی دفاع وزیر نیولی

د جنوبي کوریا حکومت خبر ورکړی چې، د دغه هیواد د دفاع پخوانی وزیر کیم ینګ هاین د ولسمشر یون سوک یول له لوري د پوځي حکومت په اعلانولو کې د ښکېلتیا په جرم نیولی دی.راپورونه وایې چې کیم ینګ هاین د تېرې چهارشنبې په ورځ د سویلي کوریا د ...

Read More »