د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پر اسراییلو د ۸ میلیارد ډالرو په ارزښت وسلو پلور په اړه خبر ورکړی دی. د راپورونو له مخې، د متحده ایالاتو دوو چارواکو پرون (شنبې، د مرغومي ۱۵مه) د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي چې ځینې وسلې ښايي د ...
Read More »ملګرو ملتونو اسراییل له حزب الله سره له اوربند څخه پر سرغړونې تورن کړ
په لبنان کې د ملګرو ملتونو لنډمهاله سوله ساتونکي ځواک پرون (شنبې د مرغومي ۱۵مه) اسراییلي سرتیري د ۲۰۰۶ کال د امنیت شورا له هغه پریکړهلیک څخه پر «سرغړونې» تورن کړي چې پر اساس یې له حزب الله سره د نومبر په میاشت کې اوربند ټینګ شوی و. د ملګرو ...
Read More »د جنوبي کوریا د ولسمشر د نیولو حکم صادر شو
جنوبي کوریا (سه شنبې، د مرغومې ۱۱مه) د دغه هېواد د تعلیق شوي ولسمشر «یون سوک یول» د نیولو حکم صادر کړی دی. د جنوبي کوریا پارلمان څه موده مخکې نوموړی په هېواد کې د پوځي حکومت له اعلان وروسته استیضاح کړ او واکونه یې هم وځنډول شول. د یاد ...
Read More »ایراني پولیسو په دغه هېواد کې د ځانمرګي برید په تور یو کس نیولی
ایراني چارواکو پرون (یکشنبې، د مرغومي ۹مه) ویلي چې په دغه هېواد کې یې د ځانمرګي برید په تړاو یو کس نیولی دی. دا ځانمرګی برید وړمه ورځ د ایران هرمزګان ولایت د لنګه بندر کې وشو چې له امله یې د ایران د پولیسو د اطلاعاتو د مشر، مجتبی ...
Read More »د امریکا پخوانی سل کلن ولسمشر «جیمي کارټر» مړ شو
د امریکا پخوانی ولسمشر «جیمي کارټر» په سل کلنۍ پرون (یکشنبې، د مرغومي ۹مه) په جورجیا ایالت کې مړ شوی دی. کارټر د ۱۹۷۷ او ۱۹۸۱ کال ترمنځ د امریکا نهه دېرشم ولسمشر ټاکل شوی و او په ۲۰۰۲ کال کې یې د نوبل د سولې جایزه هم ګټلې وه. ...
Read More »جنوبي کوریا کې یوه مسافر وړونکې الوتکه نسکوره شوه
په جنوبي کوریا کې چارواکي وایي چې نن (یکشنبې، مرغومي ۹مه) یوه مسافر وړونکې الوتکه، چې ۱۸۱ تنه پکې سپاره وو، تر غورځېدو وروسته لږ تر لږه ۸۵ کسان پکې وژل شوي دي. د امریکا غږ د راپور له مخې، چارواکو ویلي چې دا الوتکه د تایلند پایتخت بنګکاک څخه ...
Read More »پوتین له خپل اذربایجاني سیال بښنه وغوښته
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل اذربایجاني سیال، الهام علي یف څخه د اذربایجان د هوايي شرکت د الوتکې د نسکورېدو له امله بښنه غوښتې ده. د اذربایجان هوايي شرکت یوه الوتکه چې ۶۷ مسافر په کې سپاره وو، د جمعې په ورځ له باکو څخه روسیې ته الوتنه ...
Read More »عمران خان: د افغان کډوالو په ایستلو سره به پاکستان کې ترهګري کمه نه شي
د پاکستان پخواني لومړی وزیر عمران خان وايي، پر افغانستان د هوايي بریدونو او له پاکستان څخه د کډوالو په جبري ایستلو سره پاکستان کې ترهګري کمه نه، بلکې لا زیاته شوې ده. عمران خان پرون (جمعه) په اډیالي زندان کې له خبریالانو او مدافع وکیلانو سره په خبرو کې ...
Read More »بنګله دېش له هند غوښتي چې شیخ حسینه ورته وسپاري
د بنګله دېش د بهرنیو چارو وزارت له هندي چارواکو غوښتي چې، د یاد هیواد پخوانۍ لومړۍ وزیره شیخ حسینه بېرته ور وسپاري.رسنیو د بنګله دېش د بهرنیو چارو وزارت د سلاکار له قوله راپور ورکړی چې، بنګله دېش هند ته رسمي غوښتنلیک استولی چې تبعید شوې لومړۍ وزیره شیخ ...
Read More »غزه کې د وژل شویو ملکي وګړو شمیر ۴۵ زره ۲۲۷ ته لوړ شو
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په غزه کې په تېرو ۱۴ میاشتو کې د جګړو پرمهال د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۴۵زره ۲۲۷ ته ورسېد. د یاد وزارت څخه د خپرو شویو مالوماتو پر بنسټ په دې موده کې د روانې جګړې له کبله ۱۰۷زره ۵۷۳ نور ...
Read More »