د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوټريش د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې پرونۍ چاودنه غندلې او دا يې د بشري اصولو خلاف عمل بللی دی. نوموړي نن شنبه د (زمري په ۸مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، چې پر ملکي وګړو دغه ډول بريدونه د نړيوالو بشري قوانينو ...
Read More »نن په کابل کې د شپږيزې کرکټ ليګ پيلېږي
ټاکل شوې چې نن دوشنبه د (چنګاښ په ۲۷مه) د افغانستان کرکټ بورد له لوري په کابل کې د شپږيزې کرکټ ليګ اتم پړاو سيالۍ پيل شي. په دې سياليو کې د افغانستان هر زون په استازولۍ د کرکټ يوه لوبډله استازولي کوي، چې په ترکيب کې يې د کرکټ ...
Read More »د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ يو ورځنۍ سيالۍ وځنډېدې
ځينو پاکستاني رسينو د دې هېواد د کرکټ سرچينو په حواله راپور ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د يو ورځنيو نړيوالو لوبو سيريز تر يوې بلې نامالومې مودې ځنډېدلی دی. د پاکستان جيونيوز ټلوېزيون د دې هېواد د کرکټ بورډ يا PCB يوې سرچينې په حواله ويلي، چې ...
Read More »افغانستان له زيمبابوې د کرکټ دوه سريزونه وګټل
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پرون سېشنبه د (غبرګولي په ۲۴مه) د زيمبابوې لوبډلې ته د شل اووريزو سياليو د لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې هم د ۳۵ منډو په توپير ماتې ورکړه. له دې سره افغان لوبډلې د زيمبابوې له لوبډلې څخه د يو ورځنيو لوبلړۍ ترڅنګ د شل ...
Read More »د افغانستان او زيمبابوې کرکټ ملي لوبډلې نن درېيمه شل اووريزه لوبه کوي
ټاکل شوې چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د شل اووريزو سياليو د روانې لوبلړۍ وروستۍ لوبه هم د زيمبابوې له لوبډلې سره ترسره کړي. افغان لوبډلې له دې وړاندې د زيمبابوې له لوبډلې سره درې يو ورځنۍ او دوې شل اووريزې لوبې ګټلي دي او د افغان لوبډلې له ...
Read More »کرکټ ملي لوبډله نن د زيمبابوې لوبډلې پر وړاندې دويمه شل اووريزه لوبه کوي
ټاکل شوې چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن يکشنبه د (غبرګولي په ۲۲مه) د زيمبابوې له لوبډلې سره خپله دويمه شل اووريزه لوبه ترسره کړي. افغان لوبډلې له زيمبابوې لوبډلې څخه د شل اووريزې لوبلړۍ لومړۍ لوبه پرون په لوړ توپير وګټله. په ياده لوبه کې زيمبابوې د ۸ ...
Read More »افغان لوبډله نن له زيمبابوې لوبډلې سره د کرکټ درېيمه يو ورځنۍ لوبه کوي
ټاکل شوې چې نن پنجشنبه د (غبرګولي ۲۰مه) د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له زيمبابوې لوبډلې سره د نړيوال جام سوپر ليګ غوراوي سياليو يو ورځنۍ لوبلړۍ وروستې لوبه ترسره کړي. افغان لوبډلې د يادې لوبلړۍ دوې لوبې له زيمبابوې ګټلې او نننۍ هغه يې وروستۍ لوبه ده. د کرکټ ...
Read More »د افغانستان فوټبال ملي لوبډله نن د هانکانګ له لوبډلې سره لوبه کوي
ټاکل شوې چې نن چهارشنبه د (غبرګولي په ۱۸مه) د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د اسيا ملتونو جام ته د غوراوي سياليو په ترڅ کې خپله لومړنۍ لوبه د هانکانګ له لوبډلې سره ترسره کړي. دا لوبې د اسيا ملتونو جام ته د لارموندنې په موخه ترسره کېږي او په ...
Read More »افغان لوبډلې له زيمبابوې لوبډلې د کرکټ دويمه يو ورځنۍ لوبه هم وګټله
د افغانستان او زيمابوې کرکټ ملي لوبډلو پرون دوشنبه د (غبرګولي په ۱۶مه) د نړيوال جام سوپر ليګ سياليو په ترڅ کې خپله دويم لوبه ترسره کړه. د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او د توپ اچولو پرېکړه يې وکړه. زيمبابوې لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې د ۱۰ لوبغاړو ...
Read More »افغان لوبډله نن د زيمبابوې پر وړاندې د کرکټ دويمه لوبه ترسره کوي
ټاکل شوې چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن دوشنبه د (غبرګولي په ۱۶مه) د ۲۰۲۳ زېږديز کال د نړيوال جام سوپر ليګ سياليو په لړ کې خپله دويمه يو ورځنۍ لوبه د زيمبابوې لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي. د افغانستان کرکټ بورډ چارواکي وايي، چې افغان لوبډله له زيمبابوې ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس