Home » اقتصادی (page 57)

اقتصادی

د افغانستان او هند مشران نن د شاتوت بند جوړولو تړون لاسلیکوي

رویداد خبري آژانس

ولسمشرغني او د هندوستان لومړی وزیر نریندا مودي نن سې شنبه (د سلواغې۲۱مه نېټه) د یو ویډیويي کنفرانس له لارې د ۲۸۶ امریکایي ډالرو په ارزښت د شاتوت بند پروژه لاسلیکوي. انډیا ټوډې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې دواړه مشران به د یادې پروژې د لاسلیک ترڅنګ له ...

Read More »

کرنې ریاست:لوګر کې۱۷۰۰جریبه نوي بڼونه جوړ شوي

رویداد خبري آژانس

د لوګر دکرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د بڼوالۍ د ودې او پراختیا لپاره یې د بېلا بېلو مېوو شاوخوا ۱۷۰۰ بڼونه جوړ کړي دي. د لوګر ولایت د کرنې رییس عبدالله تسل وایي، د دې ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې د ...

Read More »

کرنې ریاست:کندهار کې د ګازرو حاصلات زیات شوي

رویداد خبري آژانس

د کندهار دکرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، سږکال په دغه ولایت کې د ګازرو حاصلات ډېر شوي دي. د کندهار د کرنې ریاست د ارزونې له مخې ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې سږ کال په یو زرو ۹۸۷ هکټاره ځمکه کې ګازرې کرل شوي دي، ...

Read More »

هرات کې د زیرې تولید په بې سارې کچه لوړ شوی

رویداد خبري آژانس

 د افغانستان په لوېدیځ ولایت هرات کې د زیرې (زرغونه زیره یا کرابیه) تولید په بې سارې کچه لوړ شوی. د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي سږ کال یوازې له هراته د پنځلس میلیونه ډالرو په ارزښت زیره بهر ته صادره شوې. زیره په نورو هېوادونو کې ډير ...

Read More »

په افغانستان کې صرافانو کار بندیز اعلان کړ

رویداد خبري آژانس

په افغانستان کې صرافانو کار بندیز اعلان کړ. د صرافانو او پولي خدمتونو د سراسري شورا له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، تر کومه پورې چې د دوی ستونزې هوارې نه شي د صرافۍ مارکېټونه به تړلي وي. په اعلامیه کې راغلي، د افغانستان بانک دې د پخوا په ...

Read More »

سږ کال د زعفرانو حاصلات ۲۱ ټنو ته رسیدلي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي سږ کال د هېواد د زعفرانو حاصلات ۲۱ ټنو ته رسیدلي دي. د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي رسنیو ته وویل چې هرات، بلخ، فاریاب، کندز، فراه او دایکنډي هغه ولایتونه دي چې د هېواد تر ټولو ډېر زعفران تولیدوي. رستمي زیاته ...

Read More »

د صرافانو ملي اتحادیې په ټول افغانستان کې کاربندیز اعلان کړ

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د صرافانو ملي اتحادیې د راتلونکې اوونۍ د شنبې له ورځې د پلازمېنې په ګډون په ټول افغانستان کې کاربندیز اعلان کړی دی. د افغانستان د صرافانو او پولي خدمتونو د سراسري شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، تر هغې چې د دوی غوښتنې او ...

Read More »

د خوړو نړیوال سازمان؛ له ۱۳ میلیونه اړمنو افغانانو سره، نغدي او خوراکي توکو مرسته اعلان کړه

رویداد خبري آژانس

د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) سازمان وايي، چې روان ۲۰۲۱ میلادي، کال کې به له ۱۳ میلیونه اړمنو افغانانو سره، نغدي او  د خوراکي موادو مرسته وکړي. کابل کې خوړو نړیوال سازمان ویاند وحیدالله اماني وايي، چې په ټول هېواد کې یې د اړمنو کسانو لیستونه برابر کړي او په ...

Read More »

کرنې وزارت:روان کال بزګرانو ته مو یو میلیارد افغانۍ پور ورکړی

رویداد خبري آژانس

دافغانستان دکرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي روان کال کې یې بزګرانو ته څه باندې یو میلیارد افغانۍ پور ورکړی دی. دغه وزارت نن پنجشنبه (د سلواغې۱۶مه نېټه) په یوه خبره شوې اعلامیه کې ویلي، چې ۲۸۰۰ بزګرانو او د کرنې او مالدارۍ د برخې متشبثینو ته څه باندې ...

Read More »

د کمال خان بند چارو بشپړېدو ته د افغان ولسمشر خوښي

رویداد خبري آژانس

کمال خان بند چې د نیمروز ولایت په چاربرک ولسوالۍ کې موقعیت لري د کلونو انتظار وروسته یې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې له خوا چارې بشپړې شوې او د اوبو ذخیره کول یې پیل شول. د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تېره ورځ په ...

Read More »