Home » اقتصادی (page 45)

اقتصادی

ملګري ملتونه: تر راتلونکي کال پورې ښايي ۵۵ سلنه افغانان د خوړو نشتوالي له بحران سره مخ شي

ملګرو ملتونو يو وار بيا په افغانستان کې د بشري وضعيت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او زياته کړې يې ده چې د ناسم اقتصادي وضعيت له امله رامنځته شوې پراخې لوږې ته په پام سره ښايي، تر راتلونکي کال پورې ۵۵ سلنه افغانان د خوړو نشتوالي له شديد بحران ...

Read More »

خوړو نړيوال سازمان: له افغانانو سره د مرستې لپاره ۲سوه ميليون ډالرو ته اړتيا ده

د خوړو نړيوال سازمان يا WFP وايي، هڅه کوي چې د روان کال تر پايه هغو اړمنو افغانانو ته کافي مرستې ورسوي چې له دوی سره راجسټر شوي دي. د دې سازمان وياند وحيد اماني بي‌بي‌سي ته ويلي، د نوموړي سازمان له پلان سره سم هغو افغانانو ته چې د ...

Read More »

پاکستان افغانستان ته د هند مرسته شويو غنمو د لېږد اجازه نه ورکوي

په داسې حال کې چې دامهال د افغانستان له نيمايي ډېر وګړي له لوږې او خراب اقتصادي وضعيت کړېږي، خو د پاکستان حکومت هغو ۵۰زره ټنه مرسته شويو غنمو ته د لېږد اجازه نه ورکوي، چې د هند حکومت يې له افغانستان سره د بشري مرستو په ترڅ کې اعلان ...

Read More »

د سپين بولدک-چمن لار د سوداګرۍ او تګ راتګ پر مخ پرانيستل شوه

له پرېکړې سره سم نن سې‌شنبه د ( لړم په ۱۱مه) د سپين بودلدک او چمن لار چې د له مودې راهيسې د سوداګرۍ او هر راز تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه، بېرته پرانيستل شوه. د اسلامي امارت او پاکستاني چارواکو ترمنځ د پرېکړې له مخې به، د ...

Read More »

سور صليب: د نړيوالې ټولنې له همکارۍ پرته، د افغانستان بشري ناورين نه شي کابو کېدای

د سره صليب نړيوالې کميټې خبرداری ورکړی چې نړيواله ټولنه بايد په افغانستان کې د بشري ناورين مخنيوي په موخه له طالبانو سره تعامل او کار وکړي، ګني له دې پرته په افغانستان کې د بشري ناورين مخنيوی سخت کار دی. د دې کميټې رئيس راپرټ مرديني له روېټرز خبري ...

Read More »

امريکا: پر طالبانو اقتصادي بنديزونه بايد جاري وساتل شي

د امريکا ماليې وزارت مرستيال واللي ادېیېمو وايي، په افغانستان کې دې پر طالبانو اقتصادي بنديزونه دوام وکړي خو په خبره يې افغانانو ته د بشري مرستو رسولو په برخه کې بايد معقولې اسانتياوې رامنځته شي. نوموړي د امريکا سنا مجلس بانکدارۍ کميټې ته ويلي، هڅه به وکړي چې د ...

Read More »

ملګري ملتونه: طالبانو له لوري د واک نيولو افغانستان له اقتصادي بحران سره مخ کړی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ديبورا لاينز وايي، په افغانستان کې د طالبانو له لوري د واک نيولو له امله، دامهال ياد هېواد له اقتصادي بحران سره مخ شوی. نوموړې دا څرکندونې تېره شپه د (تلې په ۲۵مه) خپل ټوېټر کې کړي او ويلي يې دي چې ...

Read More »

متقي: امريکا او اروپا دې د بنديزونو له لارې پر افغانستان فشار نه اوړي

د افغانستان بهرنيو چارو وزير امير خان متقي وايي، امريکا او اروپايي هېوادونه دې پر افغانستان د بنديزونو وضعه کولو له لارې پر افغانستان فشار نه راوړي؛ ځکه د نوموړي په خبره دا کار کولی شي چې سيمه‌ييز امنيت خراب او له افغانستان څخه د کډوالۍ لویه څپه پورته کړي. ...

Read More »

سپينه ماڼۍ: د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ په اړه د مريکا دريځ نه دی بدل شوی

په داسې حال کې چې د افغانستان بهرنيو چارو وزير امير خان متقي له امريکايي پلاوي سره په دوحه کې له مذاکراتو وروسته د افغانستان کنګل شويو پيسو د بېرته ازادولو هيله کړې، امريکايي چارواکو يې تازه په ځواب ويلي چې په اړه يې فکر نه دی بدل شوی. د ...

Read More »

اروپايي ټولنه له افغانستان سره يو ميليارد ډالر مرسته اعلانوي

ټاکل شوې نن سې‌شنبه اروپايي ټولنې د G20 هېوادونو په ځانګړې غونډه کې چې د افغانستان پر وضعيت به په کې بحث وشي، له افغانستان يو ميليارد ډالري مرسته اعلان کړي. د رسنيو د راپورونو له مخې، دغه مرسته به په افغانستان کې موجوده بشري وضعيت ته په پام سره، ...

Read More »