Home » افغانستان (page 47)

افغانستان

د روغتیا نړیوال سازمان هڅه کوي چې له افغانستان سره غوره همکاري وکړي

په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان د دفتر نوی مشر ایډوین سینیزا سلاودر وايي، د افغانستان د عامې روغتیا له وزارت سره د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې د دغه سازمان همکاري او همغږي به لا ښه شي. د عامې روغتیا وزارت له خوا په خپره شوې ...

Read More »

له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د رالېږلو لړۍ زور اخیستی

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې په تېرو دوو ورځو کې ۳ زره او ۴۷۹ افغان کډوال په زوره او خپله خوښه له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي. یاد وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلی چې دغه افغان کډوال د نیمروز، هرات او ...

Read More »

غزني کې د ځمکې پر سر په نښته کې یو تن وژل شوی

د غزني امنيه قومانداني وايي، په ګيلان ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د دوو کورنيو ترمنځ د شخړې له امله يو تن وژل شوى دى. دا پېښه د شنبې په ورځ د زمري په شپږمه د ګيلان ولسوالۍ په “څلي” کلي کې رامنځته شوې ده. د غزني د امنیې ...

Read More »

سمنګانو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ

د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې پرون جمعه په یوه ترافیکي پېښه کې شپږ تنه مړه شوي دي. په مړو شویو کسانو کې دوې ښځې، درې نارینه او یو ماشوم شامل دي او د بلخ اوسېدونکي دي. ځايي چارواکو رسنیو ته وویل، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې يو ...

Read More »

د کابل په هوايي ډګر کې د یوې انتظارخونې د جوړېدو چارې پیل شوې

ارګ اعلان کړی چې د ا.ا د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د «معیاري انتظارخونې» د بنسټ ډبره کېښوده. د ارګ د خبرپاڼې له مخې، د دغه انتظارخونې د جوړېدو چارې نن (پنجشنبه، دزمري ۴مه) پیل شوې دي. ارګ ویلي، دغه ...

Read More »

د تورخم دروازه د پاکستان له لوري د خلکو پر مخ تړل شوې

باختر اژانس د ننګرهار په تورخم کې د ځایي حکومتي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې د تورخم دروازه نن (چهارشنبه، د زمري ۳مه) د پاکستان له لوري د مسافرو پرمخ تړل شوې ده. سرچینې زیاته کړې چې پاکستاني عسکر هېڅ ویزه لرونکي افغان وګړو ته اجازه نه ورکوي، چې ...

Read More »

یوناما: افغان مېرمنې په دوامداره توګه د محرومیت احساس کوي

ملګرو ملتونو په افغانستان کې له ښځو سره د مشورو په اړه په یوه تازه راپور کې ویلي، چې افغان مېرمنې لا هم د محرومیت احساس کوي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د دوی او «حاکمو چارواکو» تر منځ د ناستې زمینه برابره کړي. په افغانستان کې د ...

Read More »

د فرانسې ولسمشر: د پاریس په المپیک کې د افغان نجونو ګډون د افغانانو هیلې دي

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پر پرېکړې نیوکه کړې او ټینګار یې کړی، چې افغان مېرمنې او نجونې باید راتلونکې ته هیله مندې وي او خپلو هڅو ته دوام ورکړي. ښاغلي مکرون د سه شنبې په ورځ د زمري په ۲مه له ازادي ...

Read More »

د روغتيا نړيوال سازمان افغانستان کې د روغتيايي زيانونو پر زياتوالي اندېښنه ښودلې

د روغتیا نړیوال سازمان په یو راپور کې په افغانستان کې د احتمالي روغتیايي زیانونو په اړه اندېښنه ښودلې ده. د امریکا غږ راپور ورکړی چې د روغتیا نړیوال سازمان په ګډون یو شمېر نړیوالو روغتیایي سازمانونو د دوشنبې په ورځ د زمري په لومړۍ نېټه په یو راپور کې ...

Read More »

بدخشان کې څه باندې زر وري تلف شوي

د بدخشان سیمه‌ییز چارواکي وایي چې د یاد ولایت په نسي درواز ولسوالۍ کې د غره ښوییدو له امله یو زر او ۵۰۰ وري له منځه تللې دي. د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس ذبیح الله امیري ویلي چې دا وري یکشنبه د چنګاښ ۳۱مه ښوییدلي او د ۴۰۰ ...

Read More »