Home » افغانستان (page 42)

افغانستان

ملګري ملتونه: د روان کال په لومړۍ نیمايي کې څه باندې ۱۲ میلیونه افغانانو ته مرستې رسېدلې

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې نړیوالو سازمانونو له ۱۲٫۱ میلیونو افغانانو سره لږ تر لږه یو ډول بشري مرستې کړې دي. دا احصایه د اوچا لخوا نن (دوشنبه، د وږي ۱۲مه) په اېکس پاڼه کې خپره ...

Read More »

کانټیننټال لوبې؛ د فوټسال ملي لوبډله نن له ګواټمالا سره مخ کېږي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د کانټیننټال پینځه اړخیزو لوبو په لومړۍلوبه کې له ګواټمالا سره مخ کېږي. دا لوبه نن (دوشنبې، د وږي ۱۲مه) د کابل پر وخت له غرمې وروسته ۲:۰۰ د ټایلنډ په بانکوک ښار کې ترسره کېږي. ګواټمالا په خپله لومړنۍ لوبه کې درې پر ...

Read More »

امریکا: په افغانستان کې له وسله‌والو بریدونو ملاتړ نه کوو

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دا هېواد په افغانستان کې له وسله‌والو بریدونو د ملاتړ سره هېڅ لېوالتیا نه لري. د فاکس نیوز له قوله، د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند ټينګار کړی، چې متحده ایالات نه غواړي یو ځل بیا په افغانستان کې ...

Read More »

سويډن د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره ۶.۸ میلیون ډالر مرسته وکړه

سویډن ۷۰ میلیون کرون چې ۶.۸ میلیون امریکا ډالر کېږي د ۲۰۲۴ میلادي کال لپاره یې د افغانستان د بشردوستانه صندوق سره مرسته کړې ده. د راپورونو له مخې، په افغانستان د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د سویډن د دې مرستې هرکلی کړی دی. اوچا ...

Read More »

متقي: له موږ څخه د رسمیت حق اخیستل شوی

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان په پنځوسمه ناسته کې ویلي چې « په غیرمنصفانه توګه د رسمیت پېژندلو حق» ترې اخیستل شوی دی. نوموړي په دې ناسته کې، چې پرون په کامرون کې ترسره شوه، ویلي چې د افغانستان په میلیونونو ډالر د امریکا ...

Read More »

د ازموینو اداره: تېر کال په ازموینو کې ۷۸زره او ۱۰۳ بریالي کسان بېلابېلو ادارو ته وروپېژندل شول

د ازموینو ملي ادارې اعلان کړی چې په تېر کال کې دې ادارې له ۱۷۷ زر او ۲۰کسانو امتحان اخیستی، چې ۸۷زره او ۱۰۳بریالي کسان یې بېلابېلو ادارو ته ورپېژندلي دي. د ازموینو ملي ادارې مشر، عبدالباقي حقانی نن (شنبې، د وږي ۱۰مه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته ...

Read More »

د ا. ا د دفاع وزارت له روسیې څخه د هوایي ضد وسلو اخیستلو خبر رد کړ

د دفاع وزارت ویاند، عنایت‌الله خوارزمي ویلي چې د یاد وزارت د لوجستک مشر، عبدالبصیر صابري له روسیې څخه د هوایي ضد وسلو د اخیستلو خبرې تحریف شوی او تر اوسه په دې اړه له روسي چارواکو سره خبرې نه دي شوې. صابري له ټاس خبري اژانس سره د دې ...

Read More »

د المان لومړی وزیر: افغانستان او سوریې ته به د مجرمانو لېږل پیل شي

د المان په زولینگن ښار کې د چاقو په واسطه له برید وروسته، هلته د کډوالۍ سیاست په اړه بحثونه جدي شوي دي. د المان لومړی وزیر ډاډ ورکړی چې افغانستان او سوریې ته د«مجرم او خطرناکو» پناه غوښتونکو ایستلو امر اجرا کېږي. د المان لومړی وزیر، اولاف شولتس (زیډ ...

Read More »

نامتو افغان خبریال، نبي پاکطین د زړه ناروغۍ له امله ومړ

د افغانستان راډیو ټلویزیون نامتو ویاند، نبي پاکطین په هند کې وفات شوی دی. په ټولنیزو رسنیو کې د ښاغلي پاکطین ملګرو او همکارانو د نوموړي د مړينې خبر تایید کړی دی. ښاغلي پاکطین د راډیويي خپرونو د ویاندۍ سربېره ډېر کلونه په بېلابېلو برخو کې، لکه د باختر اژانس ...

Read More »

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په کانټیننټال لوبو کې د ګډون لپاره ټایلنډ ته لاړه

د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړي نن سهار (پنجشنبې، د وږي ۸مه) ټایلنډ ته تللي دي. د کانټیننټال جام سیالۍ د افغانستان، ټایلنډ، گواتمالا، کوېټ و نیوزیلنډ لوبډلو تر منځ د ۱۴۰۳ کال د وږي له ۶ تر ۱۰مې نېټې د ټایلنډ په بانکوټ ...

Read More »