Home » افغانستان (page 356)

افغانستان

کونړ کې د پاکستانیانو په ګډون د لشکر طیبه ۶وسله وال وژل شوي

د کونړ سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې د بهرنیانو په ګډون د لشکر طیبه وسله وال وژل شوي دي. د کونړ د والي ویاند غني مصمم نن یوې رسنۍ ته ویلي، چې تېره شپه د لشکر طیبه وسله والو پر ...

Read More »

دفاع وزارت: پر لوګر او غزني د طالبانو څو حملې په شا وتمبول شوې

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په لوګر او غزني کې یې د وسله‌والو طالبانو څو حملې په شا تمبولې دي. دغه وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي، په لوګر او غزني کې د حملو په نتیجه کې یې ۱۲ تنه وسله‌وال وژل شوي او ۱۵ تنه‌یې ټپیان شوي دي. ...

Read More »

ملي امنیت شورا: د یو شمېر نورو طالب بندیانو پر خوشې کېدو کار روان دی

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وايي، تخنیکي ټیم یې پر دې کار کوي چې طالب زندانیان له بنده خوشې کړي.د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند جاوید فیصل د دوشنبي په ورځ رسنیو ته وویل چې له زندان څخه د هغو پاتې طالب یندیانو د خوشې کولو پر ...

Read More »

هلمند کې پر دودیزې مېلې برید مرګ ژوبله اړولې

د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په یوه دودیزه مېله یا جمعه بازار کې د چاودنو له امله ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. پېښه نن دوشنبه (چنګاښ۹) لس بجې رامنځته شوې ده. د هلمند سیمه ییزچارواکې  پېښه تاییدوي، خو وايي چې وروسته به یې جزييات شریک ...

Read More »

د وردګو طالبانو واک لاندې سیمو کې لسګونه ښوونځي پرانیستل شوي”

د افغانستان په میدان وردګو ولایت کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې لسګونه ښوونځي پرانیستل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې ځايي چارواکو دا خبر رد کړی دی، خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې ماشومان یې له دوو ورځو راپدې خوا ښوونځيو ته ځي. د ...

Read More »

ارزګان کې نښتو امنیتي ځواکونو او طالبانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښته کې دواړو خواوو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د ارزګان د والي ویاند زړګي عبادي نن رسنیو ته وویل، په دې نښته کې چې تېره شپه وشوه افغان امنیتي ځواکونو ته هم مرک‌ژوبله اوښتې ده. نوموړي ...

Read More »

۲۰ امریکایي سناتورانو افغان سکانو ته د پناه غوښتنه کړې

د افغان لږکیو اهل هنودو په هکله په تېرو څو میاشتو کې څو ځله بهر ته د وتلو او هلته د دایمې اقامې ورکولو یا اخیستلو خبرې کېږي. د امریکا شاوخوا ۲۰ سناتورانو له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتي دي چې افغان سېکانو ته د بېړني مهاجرت اجازه ورکړي تر څو ...

Read More »

ټرمپ په افغانستان کې د سرتېرو په ساتنه کې ناکام شو

د امریکا را روانو ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ مخکښ نوماند جو بایډن په خپلو وروستیو څرګندونو کې یو ځل بیا په ټرمپ باندې توندې نیوکې کړې دي او نوموړی یې د افغانستان او نړۍ په هکله په ناسمه سیاست کاروۍ تورن کړی دی. د امریکا را روانو ولسمشریزو ټاکنو ته ...

Read More »

کابل کې د نننۍ چاودنې قربانیان د بشر حقونو کمېسیون کارکوونکي دي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، په کابل کې د نن سهار چاودنې قربانیان د دوی کارکوونکي وو. دغه کمېسیون د نشراتو مسؤل ذبیح‌الله فرهنګ وایي، دا یو ترهګریز برید و او دولت‌یې باید عاملین ژر تر ژره پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري. ښاغلی فرهنګ زياتوي: ...

Read More »

ارګ د طالبانو له خوا سولې ته هېڅ ښکاره ژمنه او هوډ نه ویني

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د طالبانو له خوا سولې ته هېڅ ښکاره ژمنه او هوډ نه ویني. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، دوی د تاوتریخوالي د کمښت او سولې ته د رسېدو لپاره نږدې څلور زره طالب زندانیان ازاد کړي، خو وایي، طالبانو د تاوتریخوالي د کمښت ژمنه ...

Read More »