په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر شکرالله عاطف مشعل نن چهارشنبه د جولای ۲۹ (زمری۸) پرخپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د نورو زده کړو ترسره کولو او ځینو معاذیرو له مخې دکار دوام ورته ستونزمن شوی. نوموړي ویلي چې د تیر کال د لیندۍ میاشتې پر ۲۵مه نېټه یې ...
Read More »افغانستان کې د کرونا وېروس له امله بېوزلي ۱۳٪ لوړه شوې
د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام یا UNDP په یوه تازه خپاره کړي رپوټ کې د کورونا وېروس له خپرېدو سره د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه ویلي چې د دغه هېواد اقتصادي وده ۹سلنه راکمه شوې او په ملي ناخالصو تولیداتو کې یې هم کمی راغلی. ...
Read More »د افغان حکومت او طالبانو له درې ورځني اوربند امریکا او یوناما هرکلی
د راتلونکي لوی اختر درېیو ورځو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ تر اوربند اعلانېدا وروسته، د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد پر ټوېټر لیکلي، “د افغان حکومت او طالبانو له لوري د اوربند هرکلی کوي او هیله لري چې اختر به ټول افغانان سره یو او دوامداره سولې ...
Read More »چارواکي: په بدخشان کې ۲۰تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د بدخشان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ له څلور ورځو نښتې وروسته ، نن سهار د کران او منجان ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو لخوا په بشپړه توګه نیول شوي دي. وسله والو طالبانو څلور ورځې وړاندې په دې ولسوالۍ یې بریدونه پیل کړ،چې ...
Read More »یوناما:په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۲۸۲ ولسي افغانان وژل شوي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالي یا یوناما وايي، د روان ۲۰۲۰ کال په لومړۍ نیمايي کې ۳۴۵۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. یوناما پرون دوشنبه جولای۲۷(زمري۶) په دې اړه خپل راپور کې ویلي چې د یادو ملکي وګړو له ډلې ۱۲۸۲تنه وژل شوي او ۲۱۷۶ ...
Read More »د طالبانو مشر: د بين الافغاني خبرو په وړاندې شته خنډونه دې لیرې شي
د طالبانو مشر د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې په بین الافغاني مذاکراتو او د بندیانو پر خلاصون ټینګار کړی دی او ویلي یې دي چې د بندیانو خلاصون سولې ته د رسېدو او دغه راز د اعتماد جوړونې لپاره اړین ګام دی. په دغه پیغام کې د ...
Read More »په میدان وردګو کې د طالبانو د مرستیال په ګډون ۶تنه طالبان وژل شوي
تېره ورځ په میدان وردګو ولایت کې د طالبانو د مرستیال په ګډون ۶ تنه وسله وال هغه مهال وژل شوي چې پر امنيتي او دفاعي ځواکونو يې د بريد پلان درلود. د افغانستان ملي دفاع وزارت نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې وسله والو طالبانو پلان درلود ...
Read More »د ملي امنیت شورا دفتر: طالبان په هېواد کې د ملکي تلفاتو مسؤلین دي
د ملي امنیت شورا له دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له سیمو څخه د حکومت موندنې او شواهد ښيي، چې وسله وال طالبان لا هم د ملکي مرګ ژوبلې د غوڅ اکثریت مسؤلین دي. په خبرپاڼه کې راغلي: “طالبان د ملکي تلفاتو د مرګ ژوبلې مستقیم ...
Read More »ننګرهار کې د طالبانو ۱۴ غړي د سولې له پروسې سره یوځای شوي
د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې ۱۴ وسله وال طالبان له خپلو څوارلس میله درنو او سپکو وسلو سره د سولې له پروسې سره يوځاى شوي دي د ننګرهار سرپرست والي تمیم عارف مومند نن دوشنبه (د زمري ۶مه) په همدې موخه په ملي امنیت ریاست کې جوړ شوې ...
Read More »د برېښنا شرکت: د تاجکستان وارداتي برېښنا کمه شوې
د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې په تاجکستان نن ۷:۳۰ دقیقې د اوبو د کمښت له امله خپله وارداتي برېښنا له ۳۵۰ مېګاواټو څخه ۴۰ مېګاواټو ته را کمه کړې. د برېښنا شرکت وایي چې د کابل او نورو ولایتونو د پرېښنا ستونزې د هوارۍ لپاره یې له ازبکستان سره ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس