Home » افغانستان (page 32)

افغانستان

افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ کې بنګله‌ دېش ‏ماتې ورکړه

افغان کرکټ ملي لوبډلې له بنګله دېش سره د پيل شوې دريو ورځنيو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې يادې لوبډلې ته د ۹۲ منډو په توپير ماتې ورکړه. ياده لوبه پرون (چهارشنبې، د لړم ۱۶مه) د افغانستان په کوربه‌ توب په شارجه کرکټ ‏لوبغالي کې ترسره شوه. افغان ...

Read More »

ایران یو افغان اعدام کړی

حال وش د بشری حقونو سازمان خبر ورکړی، چې ایراني حکومت د دغه هېواد د مشهد ښار په زندان کې د یوه افغان په ګډون لږ تر لږه شپږ کسان اعدام کړي دي. یاد سازمان(سه شنبې، د لړم۱۵مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د اعدام شویو کسانو ...

Read More »

د افغانستان او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ یو ورځنۍ کرکټ لوبلړۍ نن پیلېږي

ټاکل شوې چې نن(چهارشنبې، د لړم۱۶مه) د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو لومړۍ لوبه ترسره شي. دا سیالۍ د افغانستان په کوربتوب د اماراتو په شارجه نړیوال کرکټ لوبغالي کې نن د کابل پر وخت ماسپښین شاوخوا ۲:۳۰په بجو پيلېږي. د ...

Read More »

ډایکندي کې د ملګرو ملتونو د قابله‌ګۍ له دوه کلنې دورې شل قابلې فارغې شوې

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، په ډایکندي کې ۲۰ مېرمنې د قابله ګۍ له دوه کلنې دورې څخه فارغې شوې دي. دغه ښوونیز پروګرام د اروپايي ټولنې په ملاتړ د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او “د وطن د ټولنیزو او تخنیکي خدمتونو” انسټیټیوټ ...

Read More »

د امریکا نړیواله پراختیایي اداره (USAID): د افغانستان زعفرانو د نړیوالو پیرودونکو پام ځانته اړولی

د امریکا نړیواله پراختیایي اداره (USAID) وایي، چې د ۲۰۲۴ کال د پاریس په نندارتون کې د ۱٫۰۷ میلیون ډالرو په ارزښت د افغانستان د ۶۰۰ کیلو ګرامه زعفرانو پېرلو قرارداد لاسلیک شوی دی. دا قرارداد به د نړۍ په بازارونو کې د افغانستان د زعفرانو ارزښت لوړ کړي او ...

Read More »

د افغانستان او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ سبا سیالۍ پیلېږي

ټاکل شوې چې د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ سبا(چهارشنبې، د لړم ۱۶مه)د درې یو ورځنیو یا پنځوس اوریزه لوبو لومړۍ سیالي ترسره شي. د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې یادې سیالۍ د افغان لوبډلې په کوربتوب د اماراتو په شارجه نړیوال کرکټ لوبغالي ...

Read More »

اوچا: له افغانستان سره په تېرو درېیو کلونو کې ۶.۷ میلیارده ډالره مرسته شوې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وایې چې، له افغانستان سره د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې له افغانستان سره شاوخوا ۶.۷ میلیارده ډالره مرسته شوې ده. اوچا (یکشنبې، د لړم ۱۲مه)د یو راپور په خپرولو سره ویلي، چې یوازې په ۲۰۲۲ ...

Read More »

د عامې روغتیا وزارت: په هېواد کې د شري ناروغي زیاته شوې

د عامې روغتیا وزارت مسوولان خبر ورکوي چې په افغانستان کې د تېر کال په پرتله سږ کال په ماشومانو کې د شري ناروغي زیاته شوې ده. د یاد وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل (یکشنبې، د لړم۱۳مه) ویلي، سږکال په ټول هېواد کې په ماشومانو کې د شري ناروغۍ شپږ ...

Read More »

د ملګروملتونو پرمختیايي پروګرام له ۷۵ زره متشبثو ښځو سره مرسته کړې

د ملګروملتونو پرمختیايي پروګرام «UNDP» خبر ورکړی، چې په افغانستان کې یې په تېرو دریو کلونو کې له ۷۵ زره متشبثو ښځو سره د کار په برخه کې مرسته او د دوی مالي ملاتړ یې کړی دی. د افغانستان لپاره د یاد پروګرام مشر، سټیفن روډریګز ویلي، له هغه ښځو ...

Read More »

د دولتي کانکور ازموینې لپاره د نوملیکنې بهیر پيل شو

د ازموینو ملي ریاست د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د کانکور ازموینې لپاره د نوملیکنې د بهیر د پيل خبر ورکړی دی. یادې ادارې پرون(یکشنبې، د لړم۱۳مه)په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، په ښوونځیو او دیني مدرسو کې داوطلبان کولای شي د ازموینې لپاره فورمې ډکې کړي. خبرپاڼه کې ...

Read More »