Home » افغانستان (page 279)

افغانستان

کابل کې د ننني برید هدف د مرکزي بانک یو رییس و

رویداد خبري آژانس

د کابل ښار په نننۍ چاودنه کې د هېواد د مرکزي بانک یو رییس ټپي شوی دی. د افغانستان د مرکزي بانک لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په نننۍ چاودنه کې د مرکزي بانک د منازعاتو د حل د کمېټې رییس او موټر چلوونکی یې ټپي شوي ...

Read More »

افغانستان کې پر امریکایي سرتیرو د کووید-۱۹ واکسینو وېش پیل شوی

رویداد خبري آژانس

امریکا په افغانستان کې خپلو مېشتو سرتېرو ته د کووید-۱۹ واکسین وېش پیل کړی دی. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د روانې میلادي میاشتې په اوولسمه نېټه د کرونا واکسین په افغانستان کې مېشتو امریکایي پوځیانو ته رسول شوي او اوس یې وېش پيل شوی دی. سرچینې ویلي ...

Read More »

افغان حکومت:نړیوال او پاکستان دې طالب وسله وال اوربند او سولې ته وهڅوي

رویداد خبري آژانس

افغان حکومت وایي پاکستان دې طالبان د جګړې کمولو او اوربند ته وهڅوي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان حکومت د سولې په برخه کې د ټولو هېوادونو همکاریو ته په درنه سترګه ګوري. د یاد وزارت ، د پاکستان د ...

Read More »

رحمت الله نبیل ارغندیوال ته: دا چې ګنډلی ګرېوان خلاص شوې مبارک دې شه

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل ارغندیوال ته په اشاره ویلی، دا چې د غني له ټیم پخیر او په ګنډلي ګرېوان خلاص شوې مبارک دې شه. د رحمت الله نبیل په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «له هماغه ورځې ستاسو ځای په دې حلقه کې نه ...

Read More »

ناروې په افغانستان کې د سراسري اوربند غوښتنه کړې

رویداد خبري آژانس

د ناروې لومړۍ وزیرې ایرنا سولبرګ له ولسمشر غني سره پرون جمعې په ورځ جنورۍ۲۲ ( سلواغه۳) ماښام مهال په ټلیفوني خبرو کې په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د سراسري اوربند غوښتنه یې کړې ده. له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ...

Read More »

امریکا د دوحې پر هوکړه بیا کتنه کوي

رویداد خبري آژانس

امریکا یو ځل بیا ویلي چې دوی د دوحې پر هوکړه بیا کتنه کوي. د سپينې ماڼۍ لخوا په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې د جو بایډن د ملي امنیت سلاکار جک سلېوان له خپل افغان سیال حمدالله محب سره تلیفوني خبرې کړې دي. جک سلېوان ویلي دوی د ...

Read More »

مرکچي پلاوی:د بین الافغاني خبرو کې ځنډ له افغانانو قرباني اخلي

رویداد خبري آژانس

قطر کې د بین الافغاني خبرو په دویم پړاو درې اونۍ اوړي، خو تر دا مهاله پکې هېڅ پرمختګ نه دی رامنځ ته شوی. د افغان حکومت د مرکچي پلاوي غړي وايي، پوهیږي چې د مذاکراتو ځنډ له افغانانو قرباني اخلي خو په وینا یې دوی په دې برخه کې ...

Read More »

د بشري حقونو کمېسیون: درې ورځو کې ۴۴ عام وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي په درې ورځو کې یعنی د مرغومې له ۲۹ مې تر د سلواغې لومړۍ نېټې پورې ۴۴ عام افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د بشري حقونو کمېسیون زیاتوي په دې کې ۸ تنه وژل شوي او ۳۶ تنه نور ټپیان شوي دي. ...

Read More »

د نړۍ دیني عالمان د افغان سولې په تړاو کنفرانس جوړوي

د بهرنیو چارو وزارت رسنیو ته ویلي چې په لنډ وخت کې به د افغان سولې په اړوند د نړۍ د دیني عالمانو مفتیانو او مفکرانو کنفرانس جوړ شي. د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل دا خبرې د اسلامي نړۍ د اړیکو رئیس شیخ ډاکټر محمد بن عبدالکریم العیسی د ...

Read More »

ننګرهار کې ۳۱ وسلوال طالبان وژل شوي ـ چارواکي

سیمه اییز چارواکي وايي د ننګرهار هسکې مینې ولسوالۍ تړلې کنډو او دیوانې سیمو کې د هوایي او ځمکنیو بریدونو په پایله کې ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي. چارواکي زیاتوي یو یې له درې میله کلاشینکوف سره ژوندی نیول شوی، یو میل دهشکه او نورې وسلې یې له ...

Read More »