د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ویروس ۴۵۳ مثبتې پېښې ثبت شوي دي. دغه وزارت وایي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې د کرونا ۱۰ ناروغان مړه شوي او ۴۱۱ ناروغان بېرته رغېدلي دي. ...
Read More »د امریکا دفاع وزارت: د ځواکونو د اېستلو بهیر له ۱۲ تر ۲۰ سلنې بشپړ شوی
د امریکا دفاع وزارت وایي له افغانستان یې د ځواکونو د اېستلو بهیر له ۱۲ تر ۲۰ سلنې بشپړ شوی دی. د دغه وزارت ویاند جان کربي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی په افغانستان کې ټول وضعیت له نږدې څاري او جنرال سکاټ ...
Read More »خلیلزاد: طالبان د خپل پایښت لپاره یوازې یوه لار لري او هغه هم سوله ده
زلمی خلیلزاد وایي که وسله وال طالبان د خپل پایښت لپاره یوازې یوه لار لري او هغه هم سوله ده. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د امریکا کانګریس ته په خپلو خبرو کې ویلي دا ګنګوسې بې ځایه دي چې ګواکي ...
Read More »افغان ولسمشر په هلمند کې د الیاس داعي په نوم د څلور لاري نومول منظور کړل
افغان ولسمشر محمد اشرف غنی په هلمند ولایت کې د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال په نوم د یوې څلور لارې نومول منظور کړل. د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې مطبوعاتي دفتر ویلي، دغه وړاندیز د هلمند د خبریالانو له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په وسیله تر ...
Read More »اتمر خپل سعودي سیال سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې حنیف اتمر د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر شاهزاده فیصل بن فرحان سره تلیفوني خبرې کړې دي. دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او د افغان سولې پر روان بهیر بحثونه کړي دي. سعودي ...
Read More »په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ٢٢١ کسان په کرونا اخته شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۲۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې له دې سره په ټول هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۶۳ زره او ۸۱۹ تنو ته ورسېد. د روغتیا وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی ...
Read More »لوګر کې د هاوان مرمۍ لګېدو له کبله ۳ کسان وژل شوي
په لوګر ولایت کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله درې کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. ځایي اوسیدونکي وایي، چې پرون ماښام د لوګر برکي برک ولسوالۍ اړوند لغټک سیمه کې د ملکی خلکو پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې، چې په نتیجه ...
Read More »دفاع وزارت: کندز کې د طالبانو د استخباراتو مسؤل ونیول شو
د افغانستان د ملي دفاع وزارت د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د استخباراتو د مسوول د نیولو ادعا کړې. دغه وزارت نن په خپره کړې خبرپاڼه کې یوازې دومره ویلي چې کمانډو ځواکونو د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ لپاره د طالبانو استخباراتي مسؤل ...
Read More »قطر: له افغانستان سره په اقتصادي او سیاسي برخه کې د اړیکو د پراختیا په لټه کې یو
په کابل کې د قطر سفیر سعد بن مبارک د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی له افغانستان سره په اقتصادي، سوداګریزه او سیاسي برخه کې د اړیکو د پراختیا په لټه کې دي او هڅه کوي په افغانستان کې د پانګونې ...
Read More »هېواد ته وارداتي برېښنا په موقت ډول ونښلول شوه
د افغاستان برېښنا شرکت چارواکي وایي، د کابل ښار اوولسمې ناحیې اړوند د طلایي ښارګوټي ته نږدي سیمه کې د وارداتي برېښنا مزې په موقت ډول نښنلول شوی دی. هېواد د وارداتي برېښنا یوه پایه وړمه شپه د نامعلومه وسلهوالو له لوري په بمونو والوزول شوه چې له امله يې ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس