افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ډاکترانو سره ناوړه چلند کوونکي تر عدلي او قضایي تعقیب لاندې نیول کېږي. ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې وايي له عامې روغتیا وزارت سره د کرونا ویروس د درېیمې څپې د مدیریت په اړه د ولسمشر غني غونډه کې په دې تړاو د ...
Read More »کرونا ویروس؛ افغانستان له یوشمېر هېوادونو د روغتیايي وسایلو په برخه کې مرسته غوښتې
په افغانستان کې د کرونا ویروس له ډېرېدو سره سم د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سیمې له هېوادونو د روغتیايي وسایلو بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر «حنیف اتمر پرون جمعه (د غبرګولي ۱۴مه) په آسیایي هېوادونو کې له افغان سفیرانو او جنرال ...
Read More »د پاکستان صدراعظم: نور په افغانستان کې ستراتیژیک عمق نه غواړو
د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي چې د ده حکومت په افغانستان کې د ستراتیژیک عمق د څو لسیزو پالیسي او په افغانستان کې د «دوست» حکومت د لرلو تګلاره بدله کړې ده. په کابل کې د پاکستان سفارت رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې د عمران خان له ...
Read More »د چین، افغانستان او پاکستان؛ درې اړخیزه ناسته نن به بیجینګ کې جوړېږي
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا د درې اړخیزو ناستو دوام دی او هڅه کېږي چې په سیمه کې پر روان وضعیت او ترهګرۍ ضد مبارزه خبرې وشي. دغه وزارت وایي په دې ناسته کې به تر ټولو ډېر تمرکز پر افغان سوله او په دې برخه ...
Read More »امرالله صالح: په تېرو پنځو میاشتو کې د ۸۵۰ چاودونو مخنیوی شوی
د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، امنیتي ځواکونو په تېرو پنځو میاشتو کې د ۸۵۰ خونړیو چاودونو مخنیوی کړی دی. امرالله صالح نن چهارشنبه (د غبرګولي ۱۲مه نېټه) په خپله فېسوک پاڼه لیکلي، چې طالبان او حقاني ډله د داعش له نوم په استفادې په ښارونو کې د ...
Read More »یوناما: روانه افغان جګړه دې بنده شي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستنوی ماموریت یا یوناما او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په هېواد کې د روانې جګړې د بندېدو غوښتنه وکړه. یوناما وايي، د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو په غیرمستقیمو حملو کې د تېرې اوونۍ په درېیو ورځو کې لږ تر لږه ۲۳ ملکیان ...
Read More »د ماشومانو نړیواله ورځ؛ يو ميليون افغان ماشومان په نشهيي توکو روږدي دي
نړۍ کې د ماشومانو تړیواله ورځ په داسې مهال لمانځل کېږي،چې په افغانستان کې شپږ میلیون ماشومان له بېلا بېلو ګواښونو سره مخ دي او یو میلیون یې پر نشه یي توکو روږدي دي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال غلام حیدر جیلاني نن سې شنبه (د غبرګولي ۱۱مه ...
Read More »بګرام هوایي اډه په راتلونکو دوو اونیو کې افغان ځواکونو ته سپارل کېږي
امریکا په افغانستان کې خپله تر ټولو ستره نظامي اډه په دوو اونیو کې افغان ځواکونو ته سپاري. د راپورونو له مخې له تېرې دوشنبې ورځې راهیسې افغان ځواکونه ته د بګرام هوايي اډې د سپارلو لوجستیکي چارې پيل شوې دي. ټاکل شوې چې دغه اډه په راتلونکو دوو اونیو ...
Read More »ناټو؛ نن د افغانستان په اړه پر مهمو مسایلو خبرې کوي
د ناټو د غړو هېوادونو ددفاع او بهرنیو چارو وزیران نن د افغانستان په اړه خبرې کوي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ رسنیو ته ویلي په دې غونډه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت، د سولې پر هڅو، د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، د سرتېرو تر وتلو وروسته ...
Read More »سوله؛ د افغان مذاکراتي پلاوي یوشمېر غړي قطر ته ځي
د افغانستان د دولت د سولې مذاکراتي ټیم یوشمېر غړي نن شې شنبه (د غبرګولي ۱۱مه نېټه) د قطر پلارمېنې دوحې ته ځي. د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د دولت د مذاکراتي ټیم غړي له پوره چمتووالي او غښتلې ارادې سره د خبرو ځای ته ځي. ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس