Home » افغانستان (page 22)

افغانستان

یونیسف: په روان کال کې مو د ۲۸زره افغان روغتیايي کارکوونکو ملاتړ کړی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي، په روان زېږدیز کال کې یې د ۲۸زرو افغان روغتیايي کارکوونکو ملاتړ کړی دی. یونیسف پر اېکس لیکلي چې د باکیفیته روغتیايي خدمتونو رسوونکي دغه شمېر کارکوونکي به میندو او ماشومانو ته خدمتونه ورسوي. د ویلو ...

Read More »

د بښنې نړیوال سازمان وایي پاکستان له افغان کډوالو سره ناسم چلند کوي

د بښنې نړیوال سازمان په پاکستان کې د افغان کډوالو پر نیولو او ځورولو نیوکه کړې او د اسلام اباد دا کړنې یې له تبعیض ډکې او ناسمې بللې دي. د دغه سازمان په بیان کې راغلي چې په اسلام اباد کې د شپې لخوا امنیتي ځواکونه کورونه پلټي او ...

Read More »

د بښني نړیوال سازمان وایي پاکستان له افغان کډوالو سره ناسم چلند کوي

د بښني نړیوال سازمان په پاکستان کې د افغان کډوالو پر نیولو او ځورولو نیوکه کړې او د اسلام اباد دا کړنې یې له تبعیض ډکې او ناسمې بللې دي. د دغه سازمان په بیان کې راغلي چې په اسلام اباد کې د شپې لخوا امنیتي ځواکونه کورونه پلټي او ...

Read More »

پاکستان کې مېشت افغان کډوال په ستونزمن حالت کې دي

په پاکستان کې د څه باندې اته سوه افغان کډوالو له نیولو وروسته د دې هېواد د مرستیال کمشینر دفتر ویلي: “یوازې هغه بهرني اتباع له پاکستان څخه وباسي چې په دې هېواد کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري.” دې دفتر سه شنبې د مرغومي ۱۸مه په یو بیان ...

Read More »

د افغانستان بانک سبا ۱۵میلیون ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک اعلان کړی، چې سبا (چهارشنبې، د مرغومي ۱۹مه) به ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر د دواطلبۍ له لارې لیلام کړي. دغه بانک له وړ بانکونو او د صرافۍ له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي. د افغانستان مرکزي بانک ویلي چې د لیلام ګټوونکي اړ ...

Read More »

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال نیولي دي. دغه سفارت ویلي چې یو شمېر بندیان د اعتبار وړ ویزې او «پي او ار» او «ای سي سي» کارتونه لري. ویل شوي، چې په نیول شویو کسانو ...

Read More »

اسلام اباد کې له تېرو څلورو ورځو راهیسې ۲۰۰ افغانان نیول شوي

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د امنیتي ځواکونو لخوا په تېرو څلور ورځو کې ۲۰۰ افغان کډوال نیولي دي. په اسلام اباد کې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستاني امنیتي ځواکونو د پلټنې عملیات (یکشنې، د مرغومي ۱۶مه) هم دوام درلود. که څه هم په دې اړه ...

Read More »

یونیسف د ارزګان له روغتیايي مرکزونو سره د درملو او نورو توکو مرسته وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، چې د ارزګان له روغتیایي مرکزونو سره یې د روغتیايي توکو مرسته کړې ده. دغه بنسټ ویلي چې دا مرسته د ارزګان له ۶۲ روغتیایي مرکزونو سره شوې چې پکې طبي وسایل او درمل شامل دي. د ملګرو ...

Read More »

هواپېژندنې اداره: په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شته

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل کړی دی. د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې نن په هرات، فراه، نيمروز، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، غور، بادغيس، فارياب، جوزجان، سرپل، بامیان، ډایکنډي، پکتیکا، غزني، پکتیا، ...

Read More »

د شاه او عروس بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د اوبو او انرژۍ وزارت پرون (سه شنبې، د مرغومي ۱۱مه) اعلان وکړ چې د شاه او عروس بند یې ګټې اخيستنې ته سپارلی دی. د شاه او عروس بند د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې موقعیت لري چې د ۹،۳ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو او د ...

Read More »