اروپايي ټولنه وايي، په افغانستان کې رامنځته شوو تحوولات او دغلته موجوده وضعيیت له نږدې څاري چې په خبره يې يوه خورا ناسم لور ته روان دی. د دې ټولنې د بهرني سياست مشر جوزېف بورېل پرون ناوخته د (تلې په ۱۱مه) له خپل سعودي سيال سره يوه ګډ خبري ...
Read More »واک ته د طالبانو له رسېدو راهيسې ۷۰ سلنه رسنيو فعاليت درېدلی
د افغانستان خبريالانو ملي اتحاديه وايي، دامهال په افغانستان کې د رسنيو وضعيت د بل هر وخت په پرتله خراب شوی او حتا ډېرو رسنيو د ناسم مالي وضعيت له امله خپل فعاليتونه ځنډولي دي. د يادې اتحاديې د رسنيو برخې مسوول مسرور لطفي نن يکشنبه د (تلې په ۱۱مه) ...
Read More »عام افغانان: پښتونخوا او پاکستان ته د تګ پرمهال ترې تورخم کې پيسې اخيستل کېږي
يو شمېر عام افغانان شکايت کوي چې د اړتيا او درملنې په موخه پښتونخوا او يا هم پاکستان ته تګ پرمهال ترې، تورخم کې د وېزې په لرلو سربېره هم د پاکستاني ځواکونو له لورې پيسې اخيستل کېږي. دوی زياتوي چې دې وضعيت ناروغ افغانان چې د درملنې په موخه ...
Read More »ملګري ملتونه: افغان ماشومان د خوارځواکۍ له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د لوږې له امله د ماشومانو خوارځواکۍ په اړه اندېښنه ښودلې او زياته کړې يې ده چې په دغه هېواد کې لوږه په شدت سره مخ زياتېدو ده . د ملګرو ملتونو د ماشومانو برخې يا UNICEF مسوولانه وايي، د لوږې زياتېدو افغان ماشومان د ...
Read More »ايکنبېري: له امريکا سره د همکارۍ په اړه د عمران خان خبرې دروغ دي
په افغانستان کې د امريکا پخوانی سفير کارل ايکنبېري د عمران خان پر هغوی څرګندونو سختې نيوکې کړې چې واشنګټن پوسټ ته يې په يوه لېکلې مقاله کې له امريکا سره د همکاريو اړه کړې دي. ايکنبېري کلېرنس جابز مجلې ته په خپله تازه مرکه کې ويلي، عمران خان دا ...
Read More »فعالان: د سېد معروف سادات تروروونکي بايد پيدا او حساب ورسره وشي
په ننګرهار کې خبريالان او فعالان د خبريال سېد معروف سادات وژنه خواشينوونکې پېښه بولي او ټينګار کوي چې د نوموړي تروروونکي بايد ژر تر ژره پيدا او د کړې عمل پر سزا دې ورسول شي. دوی وايي، د معروف سادات وژل کېدل لويه ضايع ده او اسلامي امارت بايد ...
Read More »ملګري ملتونه: له افغانستان سره د شوې ۱.۲ ميليارده بشري مرستې يوازې ۱۳۵ ميليونه ډالر يې ترلاسه کړي
ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د طالبانو اسلامي تحريک له واک ته رسېدو سره سم، له دې هېواد سره د ملګرو ملتونو غړيو هېوادونو له لوري د شوې ۱.۲ ميليارد ډالرو بشري مرستې څخه يې، يوازې ۱۳۵ ميليون ډالر ترلاسه کړې دي. دې سازمان په افغانستان کې بشري ...
Read More »سره صليب په نږدې راتلونکي کې د لسګونه زره افغانانو د کډوال کېدو خبرداری ورکړی
د سره صليب نړيوالې ادارې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د بشري وضعيت خرابېدو له امله ښايي ګاونډيو هېوادونو ته د لسګونه زره افغانان د کډوالۍ څپه پيل شي. د دې ادارې وياندې نتالي پېروډ امريکا غږ ته ويلي، په افغانستان کې د طالبانو اسلامي تحريک واک له رسېدو ...
Read More »افغان ډاکټرې سليمې رحمان د ملګرو ملتونو جايزه وګټله
د افغانستان ځوانو مېرمنو له ډلې دا ځل سليمې رحمان د ملګرو ملتونو د نانسن په نوم د کډوالۍ جايزه وګټله. نوموړې ته چې دا مهال په پاکستان کې د کډوالۍ شپې ورځې تېروي، دا جايره د درملنې په برخه کې له پاکستاني وګړو او افغان کډوالو سره د بې ...
Read More »جي۲۰ هېوادونه په فوقالعاده غونډه کې د افغانستان پر وضعيت بحث کوي
ټاکل شوې چې د نړۍ ۲۰ ستر صنعتي هېوادونه يا G20 په خپله راتلونکې غونډه کې د بحث ډېر تمرکز پر افغانستان وکړي. دا څرګندونې د اېټاليا لومړي وزير ماريو دراګي پرون خبريالاناو ته د يوه خبري کنفرانس پرمهال په روم کې کړې دي. نوموړي ويلي چې نړيوالې ټولنې ته ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس