Home » افغانستان (page 211)

افغانستان

ترکي الفيصل: له افغانستان د ځواکونو ايستلو په سيمه کې د امريکا نفوذ تر پوښتنې لاندې راوستی

د سعودي عربستان د اطلاعاتو پخوانی وزير شهزاده ترکي الفيصل وايي، له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتلو پرېکړه د بايډن ادارې له لوري له وخت مخکې شوې او دا کار د دې سبب شوی چې په سيمه کې د امريکا نفوذ تر پوښتنې لاندې راولي. نوموړي پرون سې‌شنبه ويلي، ...

Read More »

پر سردار محمد داوود خان روغتون بريد په کور دننه او بهر غبرګونونه پارولي

د سردار محمد داوود خان پر ۴سوه بستريز روغتون پرونی بريد په کور دننه او بهر له غبرګونونو سره مخ شوی دی. ملګرو ملتونو په دې اړه پرون ناوخت ويلي، پر روغتيايي کارکوونکو او د روغتيايي خدمتونو پر ترلاسه کوونکو ملکيانو بريد د بشري او نړيوالو اصولو خلاف عمل دی. ...

Read More »

صالح: خليلزاد او اړوند پلاويو يې د سولې په اړه بحثونو کې د مکالمو له ثبت اينکار کاوه

د مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني د دويمې دورې لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، وروسته له هغې چې د افغانستان سولې په اړه د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد غولونه برملا شوه، حکومت پرېکړه وکړه چې له نوموړي او اړوند نورو بهرنيو پلاويو سره د سولې په اړه د مجلسونو ...

Read More »

پاکستان د افغانستان په اړه د هند په کوربه‌توب له جوړيدونکي کنفرانس سره بايکاټ وکړ

د پاکستان ملي امنيت سلاکار معيد يوسف اعلان کړی چې د افغانستان په تړاو په هغه کنفرانس کې ګډون نه کوي چې کوربه‌توب يې د هند پر غاړه وي. نوموړي هند سولې مخالف هېواد بللی او زياته کړې يې ده چې د سولې مخالف لوری نه شي کولی چې د ...

Read More »

ملګرو ملتونو امنيت شورا روانه مياشت د افغانستان په اړه ځانکړې غونډه کوي

ټاکل شوې په روانه نومبر مياشت کې د ملګرو ملتونو امنيت شورا په افغانستان کې د روان وضعيت په تړاو ځانګړې غونډه ترسره کړي. دغه اعلان د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دوره‌يې مشر خوان راميرز نن سې‌شنبه د (لړم په ۱۱مه) کړی او ويلي يې دي، چې دا ځانګړې ...

Read More »

خليلزاد: که امريکا له القاعده خطر احساس کړي، پر افغانستان بيا حمله کوي

د افغانستان سولې لپاره د امريکا مخکينی ځانګړی استازی زلمی خليلزاد وايي، په پام کې ده چې له القاعده د خطر احساسولو په صورت کې امريکا يو ځل بيا د افغانستان پر وړاندې اقدام وکړي. نوموړي له ډوېچه‌ويله سره په ځانګړې مرکه کې چې پرون دوشنبه د شپې د (لړم ...

Read More »

پاکستان: افغانستان ته د طالبانو په ننوتلو کې پر پاکستان اچول شوې پړه بې اساسه ده

په واشنګټن کې د پاکستان سفارت په ملګرو متلونو کې د افغانستان پخواني استازي جاوېد احمد وروستيو څرکندونو په تړاو غبرګون ښودلی او ويلي يې دي، چې د افغانستان مسايلو په تړاو دې پاکستان ته د ګرمې ګوته نه نيول کېږي. جاوېد احمد والسټرېټ ژورنال ته په يوه مفصله ليکنه ...

Read More »

د سپين بولدک-چمن لار د سوداګرۍ او تګ راتګ پر مخ پرانيستل شوه

له پرېکړې سره سم نن سې‌شنبه د ( لړم په ۱۱مه) د سپين بودلدک او چمن لار چې د له مودې راهيسې د سوداګرۍ او هر راز تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه، بېرته پرانيستل شوه. د اسلامي امارت او پاکستاني چارواکو ترمنځ د پرېکړې له مخې به، د ...

Read More »

متقي د افغانستان لپاره د بهرنيو هېوادونو له استازو سره پر هر اړخيزو اړيکو خبرې کړي

د افغانستان بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي په دوحه کې د افغانستان لپاره د ۱۴ بېلابېلو هېوادونو له استازو سره لېدلي او له دوی سره يې پر هر اړخيزه اړيکو خبرې کړي دي. نوموړي په دغه لېدنه کې زياته کړې، چې د افغانستان نوی حکومت له سيمې او نړۍ ...

Read More »

ګاونډيان: په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت رامنځته کول اساسي اړتيا ده

د افغانستان يو شمېر ګاونډي هېوادونه چې پرون چهارشنبه د (لړم ۵مه) د ايران په پلازمېنه تهران کې سره جرګه شوي وو، پر دې موافقې ته رسېدلي چې په افغانستان کې د ګډ او ټول‌شموله حکومت رامنځته کول يوه اړتيا ده. دې هېوادونو په يوه خوله له اسلامي امارت غوښتي ...

Read More »