Home » افغانستان (page 192)

افغانستان

“په کراچۍ کې له غونډې وروسته د PTM پر ځينو غړيو عريضې شوي”

د پښتون ژغورنې غورځنګ له لورې د روانې جنوري په ۲مه د کراچۍ په سهراب کوټ کې له لويې ولسي غوندې وروسته، د دغه غورځنګ پر دوو مخکښو غړو عريضې شوي دي. دغه عريضې چې پر ګېله‌من پښتين او په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ځايي مشر نورالله ...

Read More »

کورنيو چارو وزارت: کابل کې د انسان تښتوونکو ۷ کسيزه ډله نيول شوې

د کورنيو چارو وزارت مسوولانو خبر ورکړی چې په کابل کې يې د انسان تښتوونکو يوه مهمه ۷ کسيزه ډله د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې نيولې ده. د دغه وزارت مسوولانو زياته کړې، ياده ډله چې د تښوونې په متعددو قضيو کې يې لاس درلود، د کابل ...

Read More »

ملګري ملتونه: طالبان بايد په افغانستان کې د بشري حقونو تضمين په اړه ډاډ ورکړي

ملګرو ملتونو يو وار بيا په افغانستان کې د بشري حقونو د خونديتوب په اړه اندېښنه ښولې او ويلي يې دي چې طالبان بايد په افغانستان کې د بشري حقونو د خونديتوب په اړه ډاډ ورکړي. دا څرګندونې په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر مرستيالې ميرمن مته نودسن ...

Read More »

کابل-جلال‌اباد پر لويه لار په ۳ ترافيکي پېښو کې ۱۴تنو مرګ ژوبله اوښتې

د کابل-جلال‌اباد پر لويه لار د درېيو ترافيکي پېښو په ترڅ کې ۱۴ تنو ته چې ډېری يې سوارلۍ دي، مرګ ژوبله اوښتې ده. د ننګرهار چارواکو هم يادې ترافيکي پېښې تائيد کړي او ويلي يې دي، چې ټول‌ټال د يادو پېښو په پايله کې ۶تنه وژل شوي او ۸ ...

Read More »

ملا برادر: د پخواني حکومت څېرې د عادت له مخې پر فساد ککړې وې

د رئيس‌الوزرا لومړی مرستيال ملا عبدالغني برادر په خپلو تازه څرګندونو کې د مخکيني حکومت مطرحې څېرې پر فساد ککړې بللي او د نوموړي په ټکو يادو څېرو د فساد، قتل او لوټمارۍ خپل عادت نه شو پرېښودلی. نوموړي دا څرګندونې له ملي راډيو ټلوېزيون سره په ځانګړې مرکه کې ...

Read More »

قرېشي: د ډيورنډ پر کرښه د اغزن تار غځولو لپاره له طالبانو سره خبرې کوو

د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د اسلامي امارت ځواکونو د هغو اقداماتو په اړه غبرګون ښودلی چې له مخې يې د ډيورنډ پر کرښه د اغزن تار د غځولو مخه نيول شوې. نوموړي د خبريالانو د پوښتنو په ځواب کې ويلي، يو شمېر کسان هڅه کوي چې ...

Read More »

پاکستان: پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار غځونې مخنيوي په اړه د طالبانو هڅې له زغم وتلي

وروسته له هغې چې د اسلامي امارت ځواکونو په متواتره توګه په کونړ او نېمروز کې پر ډيورنډ کرښه د پاکستاني ځواکونو له لوري د اغزن تار غځولو مخه ونيوه، تازه په دې اړه پاکستاني چارواکو توند غبرګون ښودلی دی. د پاکستان اېکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې د پاکستان په حکومت کې ...

Read More »

“لا هم په افغانستان کې ۵نيم ميليونه داخلي بې ځايه شوي کسان موجود دي”

د کډوالو نړيوال سازمان يا IOM وايي، تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال د افغانانو لپاره له سختو ستونزو ډک و او په دې کال کې د جګړې له امله ميليونونه افغانان له خپلو سيمو بې ځايه شول. دې سازمان ويلي، لا هم په افغانستان کې ۵نيم ميليونه کسان داخلي بې ځايه ...

Read More »

منظور پښتين: پاکستان دې له توپير پرته د ټولو ترهګرو پر وړاندې برابر اقدام وکړي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين پرون يک‌شنبه د (مرغومې په ۱۲مه) په کراچۍ کې يوې لويې اعتراضيه ولسي غونډې ته د وينا پرمهال، د پاکستان له حکومت وغوښتل چې د علي وزير، حنيف پښتين، وېس ابدال او ګڼ نور نيول شوي پښتان فعالان دې ژر خوشي کړي. ...

Read More »

پښتون ژغورنې غورځنګ نن په کراچۍ کې لويه اعتراضيه غونډه کوي

ټاکل شوې نن يک‌شنبه د جنوري په ۲يمه، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او پلويان په کراچۍ کې لويه ولسي او اعتراضيه غونډه ترسره کړي. د يادې غونډې موخه له زندان څخه د دغه غورځنګ د مخکښو علي وزير، وېس ابدال او حنيف پښتين په شمول د ډېر شمېر پښتنو ...

Read More »