Home » افغانستان (page 177)

افغانستان

کانګرېس غړي: په افغانستان کې د نظام له سقوط سره، بايډن د امريکا نوم بد کړ

د امريکا د استازو په جرګه کې جمهوري پالو استازو په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ شپږو مياشتو پوره کېدو ته غبرګون ښودلی دی. د استازو جرګې دې غړو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ولسمشر جوبايډن پړ بللی او ويلي يې دي، چې په افغانستان کې د جمهوري ...

Read More »

کاناډا ته د امرالله صالح د تګ په اړه ضد او نقيض راپورونه!

په دې وروستيو کې د ځينو رسنيو له لوري داسې راپورونه خپاره شوي چې ګواکې د افغانستان مخکينی مرستيال ولسمشر امرالله صالح کاناډا ته تللی او هلته يې مېشت شوی دی. دې راپورونو ته په غبرګون کې تازه د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د جنوبي اسيا برخې مرستيالې ...

Read More »

ملا يعقوب: ۸۰زره کسانو نوې اردو ته د جذبېدو لپاره نوم‌لېکنه کړې

د ملي دفاع سرپرست وزير ملا محمد يعقوب مجاهد وايي، د نوې اردو د رامنځته کولو په برخه کې چې له څو مياشتو راهيسې پرې کار روان دی، ښه پرمختګونه لري. نوموړي بېګاه شپه د (سلواغې په ۲۶مه) د افغانستان له ملي ټلوېزيون سره په مرکه کې ويلي، تر دې ...

Read More »

له افغانستان څخه د شوروي اتحاد ځواکونو د وتلو ۳۳ کاله پوره شول

نن سې‌شنبه د (سلواغې ۲۶مه) له افغانستان څخه د پخواني شوروري اتحاد ځواکونو د وتلو له ۳۳مې کليزې سره برابره ده. شوروي اتحاد په افغانستان کې د خپل ملاتړي نظام د ټينګولو په موخه د ۱۳۵۸ لمريز کال د مرغومي په ۶مه په ټانکونو او نورو پوځي تجيزات سمبالې پوځي ...

Read More »

چين د افغانستان شمتنۍ په اړه د بايډن پرېکړه د يادې شتمنۍ د غارت په مانا بللې

چين د امريکا ولسمشر جوبايډن پر هغې پرېکړې نيوکې کړې او غبرګون يې پرې ښودلی چې د يوه اجرائيوي حکم په ترڅ کې يې د افغاناستان کنګل کړې شتمنۍ په اړه کړې ده. د چين بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چونينګ په خپل ټوېټر کې په دې اړه ويلي، د ...

Read More »

نيسا مبارز د ښځو په چارو کې د بدخشان لپاره حکومتي استازې وټاکل شوه

حکومتي چارواکو خبر ورکړی چې نيسا مبازر د سرپرست حکومت له لوري د بدخشان لپاره د ښځو په چارو کې د حکومت استازې په توګه ټاکل شوې ده. د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس معزالدين احمدي وايي، چې حکومت د ميرمن مبارز په ګمارلو سره په نوموړي ولايت کې ...

Read More »

عمران خان: که له افغانستان سره په مرستو کې جديت ونه شي، نو بې ثباتي به يې پاکستان هم وځپي

د پاکستان لومړي وزير عمران خان يو وار بيا په افغانستان کې پر ناسم بشری وضعيت اندېښنه ښودلې او زياته کړې يې ده چې نړيوال د وضعيت سمولو په موخه له طالبانو سره له همکارۍ پرته بله لار نه لري. نوموړي له CNN ټلوېزيون سره په تازه مرکه کې ويلي، ...

Read More »

“کابل کې نيول شوې ښځينه فعالانې له زندان ازادې شوي”

له ځنډ وروسته هغه ښځينه فعالانې چې موده وړاندې په کابل کې بې‌درکه شوې وې، بېرته له زندان ازادې شوي او خپلو کورنيو ته سپارل شوي دي. که څه هم اسلامي امارت چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي؛ خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا ...

Read More »

هند د افغانستان لپاره ۲۷ ميليونه ډالر ځانګړې بوديجه تصويب کړه

د هند دولت له افغانستان سره د همکاريو په لړ کې، د يوه تازه اقدام له مخې له ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۳ مالي کال پورې د ۲۷ ميليونه ډالرو په اندازه ځانګړې بوديجه تصويب کړه. اېشيا ټايمز (Asia times) په دې اړه خپاره کړي راپور کې ويلي، د هند له ...

Read More »

منظور پښتين: د علي وزير تر خوشې کېدو پورې به په سند کې پرلت دوام لري

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او پلويانو له تېرې يک‌شنبې ورځې د (سلواغې ۲۴مې) را په دېخوا د پاکستان په سند ايالت کې له زندان څخه د دغه غورځنګ د مخکښ غړي علي وزير د خلاصون په موخه پرلت پيل کړی. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين وايي، ...

Read More »