Home » افغانستان (page 36)

افغانستان

افغان ابدالیانو کرکټ لوبډلې هانګ کانګ ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې «افغان ابدالیان» د درې اړخیزې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې هانګ کانګ لوبډلې ته د ۷ وېکټو په توپير ماتې ورکړې ده. دا لوبه (یکشنبې، د تلې ۲۲مه) ترسره شوه چې پکې هانګ کانګ لومړۍ توپوهنه وکړه او افغان ابدالیانو ته یې د ۱۱۲ ...

Read More »

د افغانستان د ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونې او د رویداد خبري اژانس ترمنځ د همکارۍ د هوکړه‌لیک لاسلیک

رویداد خبري اژانس او ​​د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې په هېواد کې د ښځینه متشبثینو د هڅونې او هیلو غوړولو په موخه د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.دغه هوکړه لیک رویداد خبري اژانس د استازي محمد فهیم کریمي او د افغانستان د ښځو سوداګرۍ او صنایعو ...

Read More »

د میلټون زورور توپان د امریکا د فلوریډا ایالت ته ورسېد

د میلټون زورور توپان په ځايي وخت د چهارشنبې په ماښام (د تلې۱۸مه) د امریکا د فلوریډا ایالت سواحلو ته داخل شوی او ورسره تېز بادونه او تېز باران پیل شوي او د اوبو سطحه هم لوړه شوې ده. د متحدو ایالتونو د توپان ملي مرکز وايي چې میلټون یو ...

Read More »

ډنمارک: د سپټمبر له ۱۸مې وروسته تمديد شوي افغان پاسپورټونه په رسميت نه ‌پېژني

د ډنمارک د کډوالو چارو ادارې پرېکړه کړې او ویلي یې دي، د هغه افغانانو پاسپورټونه به نور په رسمیت ونه پېژني چې د روان ۲۰۲۴م کال دسپټمبر میاشتې له ۱۸مې وروسته تمدید شوي دي. یادې ادارې دغه راز غوښتنه کړې هغه افغان کډوال چې دغه پاسپورټونه لري او ډنمارک ...

Read More »

ملګري ملتونه: د بودیجې د کموالي له امله له اړمنو افغانانو سره مرستې نه شو کولی

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي چې په افغانستان کې د بشري مرستو د دوام لپاره د بودیجې د کموالي له امله دغه پروګرام د ۱۲ میلیون اړمنو افغانانو څخه یوازې یو میلیون کسانو سره مرسته کولی شي. د خوړو نړیوال پروګرام د (سه شنبې، تلې ۱۷مه) ...

Read More »

افغان کرکټ الف لوبډله عمان ته روانه شوه

د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې افغان ابدالیان لوبډله عمان ته روانه شوې ده. د کرکټ بورډ څخه نن (دوشنبې، د تلې ۱۶مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې الف لوبډله د هانکانګ او عمان کرکټ لوبډلو ترمنځ د درې اړخېزه لوبلړۍ او د ایمرجېنګ اسیا جام سیالیو کې ...

Read More »

ایراني پولیسو ناقانونه کډوالو ته د دندې او اوسېدو ځای ورکول جرم وبلل

د ایراني پولیسو عمومي قومندان، احمدرضا رادان ویلي، چې ناقانونه کډوال په یاد هېواد کې د دندې او ژوند کولو اجازه نه لري او هغوی ته د دندې او اوسېدلو ځای ورکول جرم بلل کېږي. د راپورونو له مخې، نوموړي (شنبې، د تلې ۱۵مه) په یوه ټلویزوني خپرونه کې ویلي ...

Read More »

شمالي وزیرستان کې وسله‌والو شپږ پاکستاني‌ پوځیان وژلي

د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې شنبې ( د تلې ۱۴مه) له وسله‌والو سره په شخړه کې د یوه لوړ رتبه افسر په ګډون ۶ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي. د پاکستان پوځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په برید کې شپږ وسله‌وال هم وژل شوي دي. په ...

Read More »

هرات کې د کمپيوټر د مهارتونو د زده‌کړې پروګرام ته ۴۰ نجونې استخدام شوې

په هرات کې ۴۰ نجونې د کمپيوټر د مهارتونو د وړيا روزنيز پروګرام لپاره ګمارل شوې دي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، دغو نجونو ته به د شپږو میاشتو په موده کې د پرمختللو کمپیوټري پروګرامونو، د وېبپاڼې د جوړولو ...

Read More »

ایران دوه افغانان اعدام کړل

د ایران د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی، چې د دوو افغانانو په ګډون د یاد هېواد په قزل حصار زندان کې اته کسان اعدام شوي دي. دغه سازمان په یو راپور کې لیکلي چې چهارشنبې، د تلې ۱۱مه د دوو افغانانو په ګډون څه کم اته کسان په بېلابېلو ...

Read More »