د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلی چې، په افغانستان کې شاوخوا ۶.۶ میلیونه وګړي استوګنیزو کورونو ته اړتیا لري. د دغه سازمان د شمېرو له مخې، یوازې د هرات زلزلې څه باندې ۴۸ زره کورونه ویجاړ کړي او د ۲۰۲۴ کال سږنیو سېلابونو له ...
Read More »ملګري ملتونه: په افغانستان کې له داخلي بیځایه شویو سره مرسته کوي
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) د یوې اعلامېې په خپرولو سره ویلي چې، په روان ژمي کې به په افغانستان کې له ۱۷۵۰۰۰ داخلي بې ځایه شويو کسانو سره ژمنۍ مرستې ترسره کړي. اعلامیه کې راغلي چې په دې مرستو کې به کمپلې، د پخلنځي ...
Read More »د افغانستان مرکزي بانک سبا ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي
د افغانستان د بانک مسوولان وايي چې، د افغانيو د ارزښت ساتلو په موخه به سبا(دوشنبه،۱۹ د لېندۍ) ۱۶ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.یاد بانک نن(یک شنبه،۱۸د لېندۍ)د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له ...
Read More »ملګرو ملتونو له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د تازه مرستې هرکلی کړی
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د تازه مالي مرستو هرکلی کړی. یاد پروګرام په یوه خبرپاڼې کې ویلي، چې اروپایي ټولنې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ته ۱۵ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي. خبرپاڼې زیاته کړې چې یادې مرستې به ...
Read More »يونېسف: د افغان ماشومانو لپاره د یو ميليارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې
د ملګرو ملتونو لپاره د ماشومانو ادارې(يونېسف)د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغان ماشومانو لپاره د راتلوونکی کال په ترڅ کې د یو میلیارډ ډالرو مرستو غوښتنه کړې ده. اعلامیې د یونېسف اجرایوي مشرې کاترین رسل له قوله خبر ورکړی چې په ۲۰۲۵م کال کې داسې اټکل کوي چې ...
Read More »راشد خان له ا.ا غوښتي چې افغان نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي او د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر راشد خان پرون ( چهارشنبې د لیندۍ ۱۴مه) په طبي برخه کې د افغان نجونو د زده کړو پر بندیز خواشیني څرګنده کړې ده. راشدخان زیاته کړې چې په ټولنیزو رسنیو کې د خویندو او میندو انځورونه ...
Read More »نړیوال بانک: د افغانستان اقتصاد له ناڅرګند برخلیک سره مخ دی
نړیوال بانک پرون (چهارشنبې، د لیندۍ۱۴مه) خبرداری ورکړی او زیاته یې کړه چې د افغانستان اقتصاد د کمې ودې ترڅنګ بیا هم د ناڅرګند برخلیک سره مخ دی. نړیوال بانک په یو راپور کې ویلي، چې په نورو ستونزو سربېره مالي محدودیتونه، نامتوازن تجارت او د عامه پانګونې لپاره محدود ...
Read More »د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د راتلونکو لوبلړیو لپاره زیمبابوې ته روان شول
د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکوي چې د کرکټ ملي لوبډله د زېمبابوې لوبډلې پر وړاندې د راتلونکو سیالیو په موخه یاد هېواد ته روان شول. د یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملي لوبډله (چهارشنبې، د لیندۍ ۱۴مه)ماسپښین مهال یاد هزواد ته روان شوي دي. ...
Read More »د هلمند په مختلفو ولسوالیو کې ۱۱ روغتونونه جوړیږي
د هلمند په مختلفو ولسوالیو کې ۱۱ روغتونونه جوړیږي د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسوولان خبر ورکوي چې، د دغه ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې معیاري روغتونونه جوړیږي. د هلمند د عامې روغتیا ریاست رییس ډاکټر سیداحمد سعید وايي چې، په دې پروژه کې د هرې ولسوالي لپاره یو ...
Read More »سور صلیب: په افغانستان کې یې له ۱۱ زره د ډېرو ماشومانو درملنه کړې
د سره صلیب نړیوالې کمېټې خبر ورکړی چې سږ کال یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په تېرو ۹ میاشتو کې د څه باندې ۱۱ زره افغان ماشومانو د یو ډول مورزادي ناروغۍ په درملنه کې مرسته کړې ده. یادې کمېټې (دوشنبې، د لیندۍ ۱۲مه ) په خبرپاڼې کې ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس