د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، په وروستيو دوو مياشتو کې يې له يو مېليون څخه ډېرو هغو افغانانو ته رسېدنه کړې، چې د بېلابېلو عواملو له مخې په کور دننه بې ځايه شوي دي. د افغانستان لپاره د نوموړي صندوق برخې نن چهارشنبه د (غويي په ۷مه) تازه ...
Read More »لاوروف: مسکو د ټولګډونه دولت لپاره د بينالافغاني ډيالوک رامنځته کولو هڅه کوي
د روسيې بهرنيو چارو وزير وزير سرګي لاوروف په خپلو تازه څرګندونو کې يو وار بيا د افغانستان سرپرست حکومت د رسميت پېژندنې پر موضوع تمرکز کړی او ويلي يې دي، چې د افغانستان حکومت تر هغه وخته پر رسميت نه شي پېژندل کېدای، څو دغلته يو ټولګډونه دولت نه ...
Read More »حکومت: رسنۍ دې سوداګريز اعلانونه له همغږۍ پرته نه خپروي
د رسنيو د فعاليتونو پر سر د محدوديتونو په ترڅ کې تازه رسنيو ته د حکومت له لوري لارښوونه شوې، چې د سوداګريزو اعلانونو له خپراوي وړاندې دې د يادو اعلانونو د منځپانګې په اړه له حکومت سره همغږي وکړي. بيبيسي په دې اړه هغه مکتوب ته لاسرسی موندلی، چې ...
Read More »شهباز شريف: د افغانستان بشري وضعيت د ايران او پاکستان لپاره ستونزه ده
د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف په افغانستان کې موجوده بشري وضعيت د اندېښنې وړ بللی او زياته کړې يې ده چې د دغه وضعيت د کابو کولو په موخه د هېوادونو مرستې او همکارۍ ته اړتيا ده. شريف دغه څرګندونې پرون دوشنبه د شپې د (غويي په ۵مه) په ...
Read More »يوناما: د ټولو افغانانو بشري حقونه بايد خوندي شي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا يوناما مرستيالې مته نودسن پرون دوشنبه ناوخته د (غويي په ۵مه) په کابل کې د اهل تشيع له استازو سره ليدلي دي. يوناما په دې اړه يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، مته نودسن د يادې ليدنې پرمهال پر غم شريکۍ ...
Read More »فايق: افغانان بايد د سپتمبر ۱۱مې پېښې د غرامت قرباني نه شي
ټاکل شوې چې راتلونکي کې امريکايي محکمه د افغانستان کنګل شوو پيسو د ۳.۵ مېليارد ډالرو هغې برخې په اړه پرېکړه وکړي، چې د امريکا ولسمشر جوبايډن د يوه اجرائيوي حکم له مخې د سپټمبر ۱۱مې پېښې قربانيانو ته ځانګړې کړې ده. له دې پرېکړې وړاندې پرون دوشنبه د (غويي ...
Read More »ايران په نيمروز کې له افغانستان سره پر پوله امنيتي تدابېر زيات کړي
ځينو ايراني رسنيو خبر ورکړی چې د هرات په اسلام کلا کې د ايران او افغانستان د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ له لانجې وروسته، د دواړو هېوادونو ځواکونه اوس په نيمروز کې يو بل ته ګوته په ماشه دي. ايرنا خبري اژانس ويلي، چې د يادې لانجې په ترڅ کې ...
Read More »ايران: د افغانستان حکومت امنيت نشي خوندي کولی؛ خپله له داعش سره مبارزه کوو
د ايران بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطيب زاده د افغانستان سرپرست حکومت د خلکو د امنيت په خونديتوب کې ناتوانه بللی او ويلي يې دي چې ايران به په خپله له داعش ډلې سره مبارزې ته وړاندې شي. نوموړي دا څرګندونې نن دوشنبه د (غويي په ۵مه) په تهران ...
Read More »سرچينې: په ايران کې د افغانستان سفارت ښايي اسلامي امارت ته وسپارل شي
ځينو ايراني رسنيو د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت سرچينو په حواله راپور ورکړی، چې په تهران کې د افغانستان سفارت د کارونو مخته وړلو په موخه د اسلامي امارت يو نوی ډيپلوماټ تهران ته رسېدلی دی. ايسنا خبري اژانس په دې اړه خپل راپور کې د ايران بهرنيو ...
Read More »بهرنيو چارو وزارت: له قطر سره د هوايي ډګرونو د قرارداد پر اختلافي ټکو بحث شوی
د افغانستان بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي او پلاوي يې پرون يکشنبه ناوخته د (غويي په ۴مه) د قطر له لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره ليدلي. د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي په دې اړه خپل ټوېټر کې ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس