په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا يوناما د تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال د اګسټ له نيمايي تر د روان ۲۰۲۲ زېږديز کال د جون تر نيمايي مودې پورې په افغانستان کې د بشري وضعيت په اړه خپل څېړنيز راپور خپور کړ. په دې راپور کې د ملکي ...
Read More »خوړو نړيوال پروګرام: په افغانستان کې ۱۹ ميليونه کسان له سختې لوږې سره مخ دي
د خوړو نړيوال پروګرام په افغانستان کې د لوږې په اړه په يوه راپور کې ويلي، چې اوس هم په دې هېواد کې ۱۹ ميليون کسان له سختې لوږې سره مخ دي. دې سازمان پرون سېشنبه د (چنګاښ په ۲۸مه) د خپل ټوېټر له لارې په خپاره کړي راپور کې ...
Read More »استخباراتو رياست د کابل پر يوه جومات د داعش د بريد مخه نيولې
د استخباراتو عمومي رياست خبر ورکړی، چې د داعش ډلې يوه فعال نظامي او فرهنګي غړي غوښتل په کابل کې د اهل تشيع پر جومات چاودنه وکړي؛ خو د نوموړي رياست د مسوولانو په خبره له چاودنې وړاندې نيول شوی دی. دې رياست نن چهارشنبه د (چنګاښ په ۲۹مه) په ...
Read More »غلام اسحاقزی د عراق لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وټاکل شو
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټيريش اعلان کړی، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانی دايمي استازی غلام محمد اسحاقزی يې د عراق لپاره خپل ځانګړی استازی ټاکلی دی. نوموړي دغه اعلان پرون سېشنبه ناوخته د (چنګاښ په ۲۸مه) کړی او ويلي يې دي، چې اسحاقزی به له دې ...
Read More »سيګار: په افغانستان کې ۲۲.۸ ميليونه خلک بېړنيو مرستو ته اړتيا لري
د افغانستان بيارغورنې په چارو کې د امريکا د څار ادارې يا سېګار په خپل نوي خپاره کړې راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې واک ته د ط.البانو له بيا ځلي رسېدو وروسته په دې هېواد کې بشري وضعيت لاپسې خراب شوی دی. دې ادارې د امريکا بهرنيو چارو ...
Read More »شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو خلاف پرلت نن هم دوام لري
په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو له زياتېدو سره د يادې سيمې بېلابېلو برخو اوسيدونکو په ميرعلي کې پرلت پيل کړی او له حکومت غواړي چې دغلته د روانو هدفي وژنو مخه ونيسي. ځايي اوسېدونکو په ميرعلي کې دغه پرلت د روانې جولای په ۱۷مه پيل کړی او نن ...
Read More »چينايي شرکت په لوړ بيه د افغانستان ځينو کانونو کيندنې ته چمتووالي ښودلی
د (وان يس تايناز) په نوم يوه چينايي شرکت ويلي، چې په افغانستان کې په لوړ کيفيت او لوړه بيه د دې هېواد د ځينو کاني سيمو کيندنې ته چمتوو دی. د چارو ادارې په يوه خبرپاڼه کې نن سېشنبه د (چنګاښ په ۲۸مه) د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ...
Read More »برادر: اړوند ادارې دې د زلزله ځپلو د ژغورلو لپاره له شته امکاناتو کار واخلي
د رئيسالوزرا لومړي مرستيال عبدالغني برادر د پکتيکا او خوست په ځينو ولسواليو کې د بيا ځلي زلزلې او په ترڅ کې يې خلکو ته د ځاني او مالي زيان اوښتو له امله خوشيني ښودلې. نوموړي په دې اړه يوه خپاره کړي پيغام کې ويلي، چې ټولو اړوندو ادارو ته ...
Read More »له سپرست حکومت سره پر سوداګرۍ د خبرو لپاره پاکستانی پلاوی کابل ته رسېدلی
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستيال په مشرۍ د دې هېواد پلاوی پرون دوشنبه مازدېګر مهال د (چنګاښ په ۲۷مه) کابل ته رسېدلی دی. د حکومت وياند ذبيحالله مجاهد بېګاه شپه په خپل ټوېټر کې په دې اړه ويلي، چې د پاکستان له دې پلاوي سره به په سوداګرۍ، ټرانزیټ، ...
Read More »“افغانستان او پاکستان ښايي د ډبرو سکرو د سوداګرۍ په اړه پر يوه هوکړه غور وکړي”
پاکستاني خبريال طاهرخان د پاکستان په حکومت کې د يوې سرچينې په حواله ويلي، چې د پاکستان لپاره له افغانستان سره د ډبرو سکرو په برخه سوداګري مهمه ده او ټاکل شوې پاکستانی پلاوی کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان سرپرست حکومت له مسوولانو سره پرې ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس