يو شمېر عام افغانان شکايت کوي چې د اړتيا او درملنې په موخه پښتونخوا او يا هم پاکستان ته تګ پرمهال ترې، تورخم کې د وېزې په لرلو سربېره هم د پاکستاني ځواکونو له لورې پيسې اخيستل کېږي.
دوی زياتوي چې دې وضعيت ناروغ افغانان چې د درملنې په موخه پښتونخوا ته ځي، له ستونزو سره مخ کړي او د پاکستاني ځواکونو له لوري په يوه او بله پلمه ځورول کېږي.
دغه افغانان ټينګار کوي چې اسلامي امارت دې ستونزه له پاکستان سره له سياسي لارو تعقيب او بلاخره دې په تورخم کې د پاکستاني ځواکونو له لوري د افغانانو ځورولو ته د پای ټکی کېږدي.
له دې سره په سپين بولدک کې له کرښې تېرېدونکي افغانان هم ورته شکايت کوي او وايي، د پاکستاني ځواکونو له لوري پر ځورولو سربېره ترې لسګونه زره افغانۍ اخېستل کېږي او که پيسې ورنه کړي نو پاکستاني له کرښې اوښتو ته نه پرېښود کېږي.
تر اوسه اسلامي امارت او پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي. خو څو ورځې وړاندې د پاکستان لومړي په تورخم کې د ګېټ پاس په نوم له کرښې د تېرېدو سند لغوه کولو لارښوونه وکړه او له دې سره يې په ياد بندر کې خپلو ځواکونو ته امر وکړ چې يوازې وېزه لرونکو افغانانو ته له کرښې هغې خوا ته د اوښتو اجازه ورکړي.