افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد روان وضعیت په اړه نن شنبه (د زمري ۲۳مه نېټه) ماسپیښن په خپل پیغام کې وویل، چې افغانستان د بې ثباتۍ له جدي ګواښ سره مخ دی.
ولسمشر وویل، چې د افغانستان له روان وضعیت خبر دی او هڅه کوي، چې د بېثباتۍ د زیاتېدو مخنیوی وکړي. هغه وویل:د یوه تاریخي رسالت په توګه هڅه کوم روانه تپل شوې جګړه د خلکو د وژنې، د لاسته راوړنو له منځه تللو او بې ثباتۍ د دوام لامل نه شي.
د ولسمشر غني په خبره، د هېواد یو شمېر سیاسي مشرانو په ګډون یې له خپل بهرني همکارانو سره د مشورو لړۍ پیل کړې او ډېر ژر به د دغو مشورو پایله له ولس شره شریکه کړي.
ولسمشر غني دغه راز په خپلو خبرو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې وستایلې او ویې ویل چې په اوسني وضعیت کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو بیا انسجام د حکومت لومړیتوب دی او په دې هکله جدي اقدامات تر لاسه لاندې دي.
ولسمشر غني یادې څرګندونې په داسې مهال کوي، چې طالبانو د افغانستان د ۱۵ ولایتونونو مرکزونه نیولي دي.