د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، چې د حج اوقافو وزارت ته یې دنده سپارلې څو په کابل کې د هغو بې ځایه شویو کورنیو پر مخ د جوماتونو دروازې خلاصې کړي ، چې د وروستیو جګړو له کبله کابل ته راکډه شوې دي.
صالح پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې هیڅوک نشي کولای جوماتونو ته ددې خلکو د ورتلو مخه ونیسي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د جګړو له کبله زر ګونه کورنۍ کابل ته را کډه شوې دي او په تر ټولو بد بشري وضعیت کې ژوند کوي.