Home » افغانستان » جو بایډن له افغان ځواکونو د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی
رویداد خبري آژانس
د امریکا ولسمشر جو بایډن

جو بایډن له افغان ځواکونو د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون د سې شنبې په ورځ (د زمري ۱۹مه نېټه) ناوخته په سپینه ماڼۍ کې په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې له افغان ځواکونو یې ملاتړ پر خپل ځای دی، خو له دې سره سره یې د سرتېرو پر ایستلو ټینګار کړی دی.

جو بایډن ویلي دوی د افغان ځواکونو روزنې، تجهیز، د معاشونو ورکړې او نورو برخو کې ددوی ملاتړ ته ژمن دي او دغه ځواکونه کولی شي د طالبانو پر وړاندې مبارزه وکړي.

بایډن ویلي افغان ځواکونه پیاوړي دي، ددوی شمېر ډېر دی او دوی باید طالبان مات کړي.

هغه همدا راز ټینګار کړی چې د افغانستان د وضعیت په اړه پوره معلومات لري او هره ورځ د پېښو جزیات ورسره شریکېږي، نو له همدې امله دی ډاډه دی چې افغان ځواکونه به د طالبانو د تهاجمي بریدونو مخه ونیسي.

بایډن ویلي چې په تېرو شلو کلونو کې یې پر افغان ځواکونو میلیاردونه ډالر لګولي دي او اوس ددوی مسوولیت دی چې له خپل هېواد دفاع وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...