د قطر پلازمېنه دوحه نن سې شنبه (د زمري ۱۹مه نېټه) د افغانستان د سولې او امینت په اړه یوې لویې ناستې کوربه ده.
بلخوا د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ افغان پلاوی دې ناسته کې د ګډون لپاره تېره شپه دوحې ته ولاړ.
د سولې چارو وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، دې غونډه کې د افغانستان د سولې بهیر د همکارو هېوادونو استازي برخه اخلي.
دا غونډه د قطر په بلنه او د امریکا او ملګرو ملتونو په همکارۍ ترسره کېږي.
د سولې دا هڅې داسې مهال کېږي چې افغانستان کې د جګړې ډګرونه تاوده دي او طالبان تېرو څو ورځو کې د لږ تر لږه شپږو ولایتونو مرکزونو ته ننوتلي دي.