د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون د ایران له ولسمشر ابراهیم رییسي غوښتي چې د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۰۱۵م کال اتمي ټړون ته وروګرځي.
دواړو ولسمشرانو پرون د دوشنبې په ورځ (د زمري ۱۸مه نېټه) ټیلیفوني خبرې کړي او له ایرانه غوښتل شوي چې له ځنډ پرته په ویانا کې درول شوې خبرې بېرته پيل او اټمي فعالیتونه ودروي.
د ایران نوي سخت دریځه ولسمشر ابراهیم رییسي بیا ویلي، تر هرڅه لومړی باید د ایران د حقونو ضمانت وشي.
د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ پر خپله وېبپاڼه لیکلي، یو ساعته خبرو کې د دوی ولسمشر پر دې ټېنګار وکړ چې تړون ته د ور ګرځېدو په صورت کې باید د ایرانیانو ټولې ګټې باوري شي