په کابل کې د افغان حکومت د رسنیو د مرکز د رییس دواخان مینه پال تر ترور وروسته، سپینېماڼۍ ویاندې جان ساکي ویلي، چې د وسله والو طالبانو وروستي بریدونه، د طالبانو د نړیوال مشروعیت خپلولو سره مرسته نه کوي.
جان ساکي سپینه مانۍ کې خبریالانو ته ویلي، چې وضعیت له نژدې څاري او د ولسي وګړو وژلو ته اندېښنه لري.
مېرمن ساکي وویل:” که طالبان ادعا کوي، چې نړۍوال مشروعیت غواړي، نو دې وروستيو ګامونو سره به مشروعیت ته و نه رسېږي. هغوی اړ نهدي، چې دې لاره کې پاتې شي.طالبان کولی شي، د سولې لپاره ورته انرژي ولګوي.”
دا په داسې حال کې ده، چې پرون طالبانو د نیمروز مرکز زرنج ښار ونیو.
طالبانو پرون ومنله، چې د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو د مرکز مشر دواخان مینهپال دوی وژلی دی.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جان ساکي ویلي: “اول اجازه راکړئ، چې د امریکا د حکومت په استازولۍ د افغانستان د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو د مرکز د مشر دواخان مینهپال تررو سخت وغندم. د ده قتل، داسې مهال شوی، چې همدې اوونۍ کې د افغانستان د دفاع وزارت د سرپرست پر کور ځانمرګی برید وشو.”
مېرمن ساکي ویلي:”طالبانو د دې وروستي برید مسوولیت منلی او داسې هېڅ دلیل نهشته، چې د هغوی د مسوولیت اړوند رپوټونو باندې شک وکړو. “
کابل کې د ملي دفاع وزارت د سرپرست پر کور د تېرې سهشنبې پر ورځ ځانمرګي او وسلهوال برید کې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان دي.