د افغان حکومت د رسنیو د مرکز مشر دواخا مینه پال ترور د ملګرو ملتونو امنیت شورا په کلکو ټکو غندلی دی.
دواخان مینه پال پرون جمعه (د زمري ۱۵مه) په کابل ښار کې ترور شو، چې مسوولیت یې طالبانو ومانه.
په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا سفیرې باربرا ووډ وارډ د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو په بېړنۍ غونډه کې د خبرو پر مهال وویل: “د هدفي وژنو شواهد شته. د حکومت د رسنیو د مرکز د مشر دواخان مینه پال د خواشینوونکي قتل په ګډون حکومتي چارواکي وژل شوي. موږ د اقلیتونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو د بشري سرغړونو، جبري ودونو، د ډال په توګه د ملکي وګړو د کارولو او د ملګروملتونو پر ودانیو د حملو له کبله اندېښمن یو.”
دواخان مینه پال له څو میاشتو راهیسې د حکومت د رسنیو مرکز مشر او تر هغه مخکې د افغان ولسمشر مرستیال ویاند و.
د تېرې ولسي جرګې ټاکنو پرمهال دواخان مینه پال د ولسمشرۍ ماڼۍ له ویاندۍ تېر او دې ټاکنو ته د کوچیانو په استازۍ ودرېد، خو جرګې ته بریالی نه شو.
دواخان مینه پال تر دې مخکې د افغانستان د عامه کتابتون مشر او په کندهار کې د څو کلونو لپاره د اطلاعاتو کلتور ریس هم پاتې شوی وو.
هغه یو وخت د افغانستان په سوېلي ولایتونو په تېره کندهار کې د ازادۍ راډیو خبریال هم و.
نوموړی د کابل پوهنتون له حقونو پوهنځي فارغ او شاعري او لیکوالي یې هم کوله ”
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون د امریکا د سفارت شارژدافیر راس وېلسن، په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر وان برنډټ، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او نورو کورنیو او نړیوالو موسسو او شخصیتون هم پر ټولنیز شبکو په بیانونو کې د مینه پال وژنه په کلکه غندلې ده.