Home » افغانستان » د سولې په چارو کې دولت وزارت: په تېرو ۴ میاشتو کې ۲۴۶۰۹ طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
رویداد خبري آژانس

د سولې په چارو کې دولت وزارت: په تېرو ۴ میاشتو کې ۲۴۶۰۹ طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د سولې په چارو کې دولت وزارت وایي چې له امریکا سره د طالبانو د دوحې تر تړون وروسته په افغانستان کې د طالبانو بریدونه زیاتوي دي.

د دغه وزارت د تاتریخوالي د کمولو د نظارت څانګې مشر سید عبدالله هاشمي د پنجشنبې په ورځ ( د زمري ۷ مه نېټه) په کابل کې یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل چې د ۱۴۰۰ لمریز کال په لومړیو څلور میاشتو کې وسله والو طالبانو د هېواد بېلابېلو سیمو کې ۹۳ ځانمرګي،۴۵۰ راکټي حملې، ۱۶۷۵ ماین چاونې، ۸۴۴ هدفي بریدونه کړي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۵۸۷ ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

هاشمي په یاد غونډه کې وویل چې ۵۵۸۷ کسانو له جمله څخه  ۲۵۶۶ کسان د وسله والو طالبانو په بریدونو کې وژل شوي او ۳۰۲۱ کسان نور ټپیان شوي دي.

عبدالله هاشمي ویلي چې په تېرو څلورو میاشتو کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې ۲۴۶۰۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې حمل میاشت کې ۲۳۳۱ تنه وژل شوي او ۱۷۹۸ نور ټپیان او ۳۰۵ طالبان یې ژوندي نیول شوي دي.

ثور میاشت کې ۲۹۳۴ تنه وژل شوي ۲۲۳۷ ټپیان شوي او ۳۰۸ طالبان یې ژوندي نیول شوي دي.

جوزا میاشت کې ۵۵۰۰ تنه وژل شوي ۵۱۴۳ ټپیان شوي او ۴۵۴ نور یې ژوندي نیول شوي دي.

بلخوا وسله والو طالبانو بیا تراوسه د سولې په چارو کې دولت وزارت د راپور په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا په داسې  حال کې ده چې د افغانستان پر بیارغونه د امریکا د څار ادارې (سیګار) نن په خپل راپور کې ویلي چې له امریکا سره د طالبانو د دوحې تر تړون وروسته په افغانستان کې د طالبانو بریدونو کې دوه برابره ډېروالی راغلی دی.

راپور وړاندې کاږي چې تر یاد تړون وروسته د ۲۰۲۰م کال له سپتمبر نه تر نومبر میاشتې پورې طالبانو ۱۳ زره او ۲۴۲ بریدونه کړي دي چې د تېر کابل په پرتله دوه برابره ډېروالی ښیي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...