په کابل کې د امریکا سفارت یو ځل بیا له وسله والو طالبانو غوښتي چې روانو پوځي عملیاتو ته ژر تر ژره د پای ټکی کېږدي.
یاد سفارت پرون د یکشنبې په ورځ (د زمري ۳مه نېټه) پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې دا پوځي تحرکات د خبرو له لارې یوه جوړجاړي ته د رسېدو هڅې شنډوي.
سفارت له وسله والو طالبانو اوربند غوښتی او زیاته کړې ده چې روانې جګړې ملکیان زیانمنوي او له خپلو مېنو یې بېځایه کوي.
بلخوا د افغان حکومت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي ویلي، د افغانستان د سولې په اړه د نړیوالو ګډ دریځ به دا پروسه خوځنده کړي.
ښاغلي ستانکزي دا خبرې پرون په کابل کې د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نېکولسن سره د لیدو کتو پر مهال وکړې.
د سولې په تړاو تېره اوونۍ دوحه کې د لوړې کچې دوه ورځنۍ غونډه وشوه، خو د دولت لوری ترې ناراضه بېرته کابل ته ستون شو او ولسمشر غني وویل، طالبان سوله نهغواړي.