Home » افغانستان » ترکمنستان؛ له افغانستان سره پر پوله درنې وسلې او نور پوځي تجهیزات ځای پر ځای کړې
رویداد خبري آژانس

ترکمنستان؛ له افغانستان سره پر پوله درنې وسلې او نور پوځي تجهیزات ځای پر ځای کړې

ترکمنستان له افغانستان سره پر پوله درنې وسلې، چورلکې او نور پوځي تجهیزات ځای پر ځای کړي دي.

د ترکمنستاني رسنیو د راپورونو له مخې په وروستیو کې په افغانستان کې روان وضعیت ترکمنستان ته اندېښې پیدا کړې دي.

ترکمن چارواکو ویلي چې دمګړی یې خپل ځواکونه پولې ته نږدې ځای پر ځای کړي دي او د درنو او سپکو وسلو د ځای پر ځای کولو لړۍ روانه ده.

سرچینه وایي په دې وسلو کې ټانکونه، چورلکې، جيټ الوتکې، تازه دمي سرتېري او دفاعي سیستم شامل دي.

ترکمنستان وایي هڅه کوي له افغانستان سره په سرحدي سیمو په تېره په هغو سیمو کې چې له افغانستان سره د تګ راتګ لاره ده هلته به لا ډېر تدابیر ولري.

تر دې وړاندې تاجکستان هم ویلي وو چې له افغانستان سره پر پوله یې امنیتي تدابیر ډېر کړي او لا ډېر سرتېري یې ځای پر ځای کړي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...