د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید د خپلو پخوانیو څرګندونو پر خلاف په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې نویو طالبانو سر راپورته کړی دی او دا هغه طالبان نه دي چې د ټوپک په زور به یې پرېکړې کولې.
شیخ رشید دغه راز په سیمه ییزو مسائلو کې د پاکستان رول ته په اشارې زیاته کړې چې د نړۍ هیڅ ځواک دوی له نظره نه شي غورځولی ځکه چې په وینا یې له پاکستان پرته د هیچا دال هم نه پخېږي.
رشید څرګنده کړې چې پاکستان به د افغان سولې برخه کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي خو ټینګار یې کړی دی چې د سیمې سیاست په بدلېدو دی او د افغان کشالې په اړه پرېکړه په خپله د افغانانو کار دی.
رشید دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په دې وروستیو کې داسې انګېرنې دي چې افغان سوله کې د پاکستان د دوه مخیتوب له امله نړۍ پاکستان ته شا کړې ده او حتی د امریکا ولسمشر جو بایډن تر اوسه پورې لومړي وزیر عمران خان ته یو زنګ لا نه دی وهلی.