د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتېګوس پرون د شنبې په ورځ (دچنګاښ ۱۹مه نېټه) په یوه مرکه کې ویلي دي چې امریکایي ځواکونه له افغانستان وځي نو د سیمې د هېوادونو په تېره د روسیې او چین مسوولیت دی چې دغه هېواد ته د سولې په راتګ کې همکاري وکړي.
د مورګان اورتېګوس په خبره د افغانستان سوله د ټولې سیمې په ګټه ده. اورتېګوس وایي چې چین له افغانستان سره ګډه پوله لري او روسیه په سیمه کې له پراخ نفوذ برخمن هېواد دی نو ځکه یې د سولې په برخه کې همکارۍ هم اړینې او اغېزناکې دي.
نوموړې ویلي چې امریکا له افغان سولې سره د همکارۍ لپاره د سیمې هېوادونه هڅولي دي او بیا به هم خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.
هغې د طالبانو د وروستیو پرمختګونو په اړه هم ویلي چې افغانستان پیاوړی پوځ لري چې کولی شي په همغږۍ سره د ګواښونو پر وړاندې ودرېږي.