Home » افغانستان » ینس سټولټنبرګ: د افغانستان پر وروستي امنیتي وضعیت خبرې روانې دي
رویداد خبري آژانس
د ناټو عمومي سرمنشي ینس ستولټنبرګ

ینس سټولټنبرګ: د افغانستان پر وروستي امنیتي وضعیت خبرې روانې دي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، چې د افغانستان اوسني وضعیت له نږړې څارل کېږي او زیاتوي چې په دې اړه یې په خپلو کې منځونو کې خبرې روانې کړي دي.

سټولټنبرګ زیاته کړې، چې له افغانستانه د بهرنیو سرتیرو د وتلو په اړه یې د ناټو او امریکايي ځواکونو له عمومي قوماندان «جنرال سکاټ مېلر» سره هم لیدلي دي.

د سټولټنبرګ په خبره، چې هغه له مېلر سره پرون د سې شنبې په ورځ ( دچنګاښ ۱۵مه نېټه) په بروکسل کې لیدلي او د امریکايي سرتیرو د وتلو په اړه یې بحث ورسره کړی دی.

د ناټو سرمنشي دا هم ویلي، چې دوی د افغانانو پر ستونزو او د دوی د  ملاتړ په هدف په خپلو منځونو کې خبرې روانې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د بهیر له پیل سره سم په د هېواد په ډېرو سیمو کې تاوتریخوالي زور اخیستی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...