Home » افغانستان » ترکیه او امریکا؛نن د کابل نړیوال هوایي ډګر پر امنیت خبرې کوي
رویداد خبري آژانس

ترکیه او امریکا؛نن د کابل نړیوال هوایي ډګر پر امنیت خبرې کوي

ترکیه او امریکا؛نن د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر پر امنیت خبرې کوي

د ترکیې ددفاع وزیر خلوصي اکار په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې نن به له خپل امریکایي سیال سره د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر پر امنیت او په افغانستان کې د ترکیې د پوځي ماموریت پر دوام خبرې وکړي.

د راپورونو له مخې ترکیه دمګړی له امریکا، افغان حکومت او ملګرو ملتونو سره د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر د امنیت پر تامین په خبرو بوخته ده.

وروسته له هغه چې له افغانستان د امریکایي او ناټو ځواکونو وتل پیل شول، نو د کابل هوایي ډګر د امنیت په اړه اندېښنې ډېرې شوې.

په دې لړ کې ترکیې ژمنه وکړه چې ددغه ډګر امنیت به تامینوي خو طالبانو وار له مخه له دې کار سره مخالفت ښودلی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...