Home » افغانستان » حمدالله محب:راتلونکې اونۍ امریکا ۷ بلک هاک چورلکې افغانستان ته ورکوي
رویداد خبري آژانس
د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

حمدالله محب:راتلونکې اونۍ امریکا ۷ بلک هاک چورلکې افغانستان ته ورکوي

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي چې امریکا به راتلونکې اوونۍ اووه بلک هاک چورلکې افغان ځواکونو ته ورکړي.

حمدالله محب نن سې شنبه (د چنګاښ ۱۵مه نېټه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې وسله والو طالبانو یوه نا اعلان شوې جګړه پیل کړې ده او په خبره یې دغه ډله پر سوله او ډیپلوماسي باور نه لري.

نوموړي زیاته کړې چې افغانان د خپلو خلکو دفاع ته چمتو دي او که چېرته طالبان دا فکر کوي چې خلک به ورته تسلیم شي نو ستره تېروتنه کوي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام څرګنده کړې چې افغان ځواکونو په دې وروستیو کې ۱۴ ولسوالۍ بېرته له طالبانو څخه نیولې دي.

دی زیاتوي چې افغانستان کې یو شمېر ترهګري کړۍ فعالیتونه لري چې ګاونډي هېوادونه ورڅخه اندېښنه لري خو دا چې یادې ډلې کومې دي نوموړي په اړه ډېر جزیات ورنه کړل.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...