Home » اقتصادی » ولسمشرغني: له بېځایه شوو سره دې د مرستې رسونې په برخه کې همغږي ډېره شي
رویداد خبري آژانس

ولسمشرغني: له بېځایه شوو سره دې د مرستې رسونې په برخه کې همغږي ډېره شي

د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني وایي له بېځایه شوو او وچکالۍ ځپلو سره دې د مرستې رسونې په برخه کې همغږي ډېره شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ پرون د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۴مه نېټه) په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني د اړوندو ادارو له چارواکو سره په هېواد کې پر روانه وچکالۍ، د خلکو پر بېځایه کېدو او بېوزلۍ خبرې کړې دي.

اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر د ټولو اداراتو راپورونه اورېدلي او ویلي یې دي چې په هېواد کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی او د نړیوالو بشري مرستو ته جدي اړتیا ده.

هغه پر حکومتي اداراتو غږ کړی چې له شته امکاناتو په استفادې دې اړمنو کسانو ته مرستې رسونې په برخه کې همغږي ډېره کړي او هڅه دې وکړي چې د وچکالۍ او بې ځایه کېدو د منفي اغېز مخه ونیول شي.

په وروستیو کې په هېواد کې د روانو جګړو او وچکالۍ له امله زرګونه کورنۍ بېځایه شوې دي چې ډېری یې ان لومړني خوراکي توکي هم نه لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...