Home » افغانستان » محب: د افغانستان شمال به ژر له طالبانو پاک شي
رویداد خبري آژانس
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار،حمدالله محب

محب: د افغانستان شمال به ژر له طالبانو پاک شي

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، چې د افغانستان په شمال کې له لاسه وتلې سیمې به ژر له وسله والو طالبانو پاکې شي.

د حمدالله محب په وینا، افغان ځواکونو د هېواد په شمال کې د هغو سیمو د بېرته نیولو لپاره پلان جوړ کړی، چې د وسله‌والو طالبانو لخوا په ډله‌ییزو حملو کې نیول شوې دي. 

نوموړي زیاته کړې، چې افغان امنیتي ځواکونه د دغو عملیاتو لپاره په یوه ځانګړي پلان کار کوي.

د ملي امنیت سلاکار رسنیو ته دا هم ویلي، چې افغان ځواکونو د دغو سیمو د نیولو هېڅ اټکل نه کاوه، خو په خبره یې چې امنیتي ځواکونه دومره توان لري چې د وسله‌والو د هر ډول حملو پر وړاندې مقاومت وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په دې وروستیو کې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې تاوتریخوالي زور اخیستی او هره ورځ سلګونه افغانان د دې جګړې قرباني کېږي.  

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...